خبرونه
په افغانستان کې ورښتونو ته د ملګرو ملتو اندیښنه
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې ښایي سږ کال په افغانستان کې د ژمي په میاشتو کې ورښتونه لږ وشي.
د ملګرو ملتو د دې سازمان په وینا داسې وضعیت کولی شي پر کرنه، د اوبو پر سرچینو او د خوراکي شیانو پر خوندیتوب جدي اغیزې وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان په درې میاشتني راپور کې د تیرکال له ډسمبره د سږکال د فبروري تر وروستیو د خاورې رطوبت کم اټکل شوی، ځکه چې کافي ورښتونه نه دې شوي او نه کیږي.
د راپور له مخې، په غرونو کې د واورې ټوټې په تیرو ۲۵ کلونو کې خپلې ټیټې کچې ته رسیدلي، چې په راتلونکي پسرلي کې د اوبو لګولو لپاره د اوبو کمښت په اړه اندیښنې راپورته کوي، په ځانګړې توګه د غنمو کروندګرو ته.
راپور خبرداری ورکوي چې دوامداره وچکالي کولی شي د للمي غنمو کښت وځنډوي، د حاصلاتو کچه راټیټه کړي، څړځایونه کمزوري کړي او څاروي زیانمن کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د اقلیم وضعیت له نژدې څارنې او د دې بحران د پایلو د کمولو لپاره د بیړني ملاتړ او اقداماتو غوښتنه کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امنیت شورا د یوناما د ماموریت د تمدید لپاره غونډه کوي
امنیت شورا دوه اونۍ وروسته افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ، یوناما ،د تمدید لپاره غونډه کوي.
یوناما د دوشنبې په ورځ وویل چې امنیت شورا به د جون په ۱۶ ددغه ماموریت دغځولو لپاره غونډه وکړي.
د امنیت شورا غړو هیوادونو په تیرې کب میاشت کې د یوناما ماموریت دمعمول خلاف د دریو میاشتو لپاره تمدید کړ.
تردې مخکې د یوناما ماموریت دیوه کال لپاره تمدید کیده.
یوناما دغه راز ویلي دي چې د جون په اتمه هم امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي.
ملګري ملتونه:افغانستان د هغو هیوادونو څخه دی چې د زیږون په مهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا) وايي افغانستان د هغو هیوادونو څخه دی چې د زیږون په مهال د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده او په هرو سلوزرو ژوندیو ولادتونو کې ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
اوچا د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ماهرانو پاملرنه او ښځینه روغتیاپالانې ژوند ژغولی شي خو په طبي خدماتو کې د ښځو په ګډون محدودیتونه د ژوند ژغورنې خدماتو ته د ښځو لاسرسی محدودوي.
څه د پاسه ۴ کاله کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي پورته نجونو په زده کړو او تحصیلاتو بندیز لګولي او طبي انستیتیوتونو ته یې هم ددوی ورتګ منع کړی دی.
د کورنیو او بهرنیو فشارونو سره سره د طالبانو د حکومت په دغه پالیسۍ کې د بدلون کومه نښه تراوسه نه ترسترګو کیږي.
افغانستان ته د حاجیانو د بیرته ستنیدو بهیرپیل شو
د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزارت وایي، د حج مناسکو له اداء کولو وروسته هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر پیل شو. دې وزارت نن دوشنبې پرخپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې بهیر په لومړي پړاو کې نن سهار د کام آیرهوایي شرکت په لومړنۍ الوتنه کې ۳۴۶ حاجیان د سعودي عربستان له جدې ښارڅخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته را ورسیدل. د دې وزارت په خبره سعودي عربستان ته تللي ټول دیرش زره حاجیان به په دوو پړاوونو کې د هیواد څلورو هوایي زونونو، کابل، بلخ، کندهاراو هرات ته انتقال شي. سږکال د افغانستان په شمول د نړی شاوخوا یونیم ملیون حاجیانو په دغو مراسمو کې چې ویل کیږي د تودوخې درجه بیساري حد یعنې د سانتیګراد په کچه شاوخوا پنځوسو ته رسیدلې وه، ګډون کړی و.
تهران وایي، په اوس وخت کې له امریکا سره په خبرو کې د اټومي موضوع جزیات ندي شامل
د ایران د بهرنيو چارو وزارت وایي، په اوس وخت کې له متحدو ایالتونو سره د ایران د اټومي پروګرام د جزئیاتو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي روانې.
د دې وزارت ویاند اسماعیل باقري نن دوشنبې په تهران کې په خبري غونډه کې وویل: "موږ پوهېږو چې د اټومي مسایلو په اړه کله اقدام ضروري دی. د اټومي موضوع د جزئیاتو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي شوې. په اوس وخت کې زموږ لومړیتوب د جګړې پای ته رسول دي."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ وایي، له تهران سره د واشنګټن د احمتالي هوکړې لویه برخه د ایران پر اټومي فعالیتونو راڅرخي.
هغه په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال کې په یوه پوسټ کې د CNN شبکې هغه راپور رد کړ چې ګواکې د ټرمپ او ایران ترمنځ احتمالي هوکړه د دغه هېواد اټومي موضوع نه رانغاړي.
ټرمپ لیکلي چې دغه هوکړه "ډېرپه واضحو ټکو بیانوي چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې تر لاسه نه کړي. بیا په ډېر تفصیل او قوي ډول د اټومي موضوع د بېلابېلو اړخونو په اړه خبرې کوي. په حقیقت کې، د هوکړه ډېره برخه همدا موضوع ده."
د ناروې د کډوالو شورا وایي، په ایران کې میشت افغان کډوال زیاتو مرستو ته اړتیا لري
د ناروې د کډوالو شورا مشر وایي، په ایران میشت افغان کډوال ډیرو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
یان ایګلنډ د یکشنبې د ورځې ناوخته پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، په ایران کې میشت له څلور ملیونه زیات افغانان لا ډیرو مرستو او ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا لري. نوموړي افغان او ایراني ماشومانو ته په اشاره لیکلي چې دوی په ایران کې د وروستیو سختو بمباریو له امله له ژورو رواني اختلالاتو سره مخ شوي دي. د هغه په خبره د دوی ډیرو میندو او پلرونو ورته ویلي، هغه لږعاید چې مخکې یې درلود هغه یې هم د جګړې او اقتصادي بحران له امله له لاسه ورکړی دی. ایران له څو لسیزو راهیسې د ملیونونو افغان کډوالو کوربتوب کړی خو په هغه هیواد کې اقتصادي ستونزو او وروستۍ جګړې د دغو کډوالو وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی.
امریکا او ایران بیا پریوبل د بریدونو خبر ورکړی
په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې له دریدلي حالت سره مخ شوي، دواړو لورو د دوشنبې په ورځ وویل چې یو ځل بیا یې پر یو بل بریدونه کړي دي.
د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د اوونۍ په پای کې یې د ایران په جنوبي برخه کې د رادار او د ډرون د کنټرول پر مرکزونو "د ځان دفاعي بریدونه" ترسره کړي دي. دا په څه باندې یوه اونۍ کې د دې ډول بریدونو دریمه پیښه ده.
پوځ ویلي چې دغه بریدونه د امریکا د MQ-1 Predator ډرون د راغورځولو په ځواب کې ترسره شوي دي.
تر دې لږ وروسته، د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک وویل چې هغوی هغه "هوايي اډه چې برید ترې شوی و" په نښه کړې، کومه چې د امریکا پوځ ترې کار اخلي. د ایران دولتي رسنۍ (IRIB) د دوشنبې په ورځ دا خبر ورکړ، خو د اډې ځای یې مشخص نه کړ. په عین حال کې کویټ چې د امریکا د یوې سترې پوځي اډې کوربه توب کوي، وویل چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې څو توغندي او ډرونونه چې د دې هیواد هوايي قلمرو ته داخل شوي و، له منیځه وړي دي.
د ملګروملتونو امنیت شورا په لبنان کې د روانې جګړې په اړه بیړنۍ غونډه کوي
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبې په لبنان کې د جګړې په اړه بېړنۍ غونډه وکړي. دا وروسته له هغې چې د اسرائیل پوځ د لبنان په جنوب کې روان عملیات پراخ کړل او په سیمه کې یې د منځنۍ پیړۍ اړوند یوه تاریخي کلا ونیوله.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې ډیپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي چې دا غونډه د فرانسې په غوښتنه رابلل شوې او د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون ویلي چې "هیڅ شی د لبنان په جنوب کې روان ستر پوځي عملیات نشی توجیه کولای". نوموړي د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د اسرائیل صدراعظم بینامین نتنیاهو ژمنه کړې چې په لبنان کې به نور هم وړاندې لاړ شي او د یکشنبې عملیات یې د حزب الله پر ضد په روان کمپاین کې "یو ډراماتیک بدلون" بللی دی.
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د جګړې د درولو لپاره اوربند د اپرېل په ۱۷مه نافذ شوی و خو هېڅکله هم په بشپړه توګه نه دی عملي شوی. دواړه خواوې هره ورځ یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي او خپل بریدونه د مقابل لوري د ادعا شویو سرغړونو په پلمه توجیه کوي.
رویال چلنجرز بنګلور د هند د کرکټ غوره لیګ اتلولي وګټله
د هند د کرکټ د غوره لیګ پایلوبه د رویال چلنجرز بنګلور او ګجراټ ټایټنز تر منځ وشوه.
په دې لوبه کې د ګجرات ټیم د ۱۵۶ منډو هدف ورکړی وو.
په ځواب کې یې د بنګلور ټیم وتوانېد یاد هدف په اتلسم اوور کې پوره او اتلولي ته ورسیږي.
دا دویم وار دی چې د رویال چلنجرز بنګلور ټیم اتلولي ګټي.
تېر ۲۰۲۵ کال هم دغه ټیم د هند په غوره لیګ کې اتلولي خپله کړې وه.
د نن شپې په لوبه کې د هند او نړۍ پيژندل شوي کرکټر ویراټ کوهلي ۷۵ چټکې منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو. هغه په دې لوبې سره د غوره لوبغاړي جایزه هم واخیسته.
د ګجرات لوبډلې په ترکیب کې افغان ستوری لوبغاړی راشدخان هم وو. راشدخان که څه هم د سیال ټیم دوه لوبغاړي وسوځول او د ټولو بالرانو په نسبت یې کمې منډې ورکړې خو خپل ټیم یې له ماتې ونه شو ژغورلی.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم به دوشنبه ماخوستن د مالدیف په وړاندې لوبه وکړي
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم به دوشنبه ماخوستن د مالدیف په وړاندې لوبه وکړي.
دا لوبه د افغانستان، پاکستان، بنګله دیش او کوربه مالدیف د څلور اړخیزو سیالیو لومړۍ لوبه ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د نوي سر روزونکي له خوا ملي ټیم ته ټول ور بلل شوي لوبغاړي مالدیف کې دي او د لوبو لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.
تمه ده افغان ټیم له مالدیف وروسته د جون په څلورمه له بنګله دیش او د جون په اوومه له پاکستان سره لوبه وکړي.
طالبانو د غزني په اندړ کې له یوه ډله ځوانانو د تفریح او موسیقي وسایل ټول کړي
په غزني ولایت کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر کارکوونکو د اندړو ولسوالۍ له پارکه د ځوانانو د تفریح او موسیقۍ وسایل او اسباب ټول کړي.
دې ادارې ویلي چې د لډو ۱۵ تختې، اته ټیپونه او ۱۴ دایرې یې راټولې کړي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د ځوانانو د جامو او ویښتانو د سټایل څخه نیولې تر تفریح او ګڼو نورو برخو له محدودیتونو سره مخ کړي.