د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

د افغان-جاپان روغتون ډاکتران: په کوېډ۱۹ د اخته کسانو شمېر ۱۵ سلنه ډېر شوی


افغان جاپان روغتون کې د کرونا ناروغان
افغان جاپان روغتون کې د کرونا ناروغان

د افغان-جاپان روغتون ډاکتران وايي، د تېرې اونۍ په پرتله د کوېډ۱۹ ناروغانو شمېر ١٥ سلنه ډېر شوی دی.

نجیب بیدار چې نوی له کوېډ۱۹ روغ شوی، له نورو خلکو غواړي چې دغه وژونکې ناروغي جدي ونیسي او روغتیايي لارښونې عملي کړي.

نجيب وايي چې د کرونا پر وړاندې د بې پروايي له امله يې پلار او د کورنۍ نور غړي هم په دې ویروس اخته شوي دي.

نوموړي وویل: "د بې غورۍ له امله، زما د کورنۍ دوه درې غړي په دې ناروغۍ اخته شول، په ځانګړې ډول زما پلار چې وضعیت یې ډېر خراب و، خو د قرنطین او د روغتیايي لارښوونو د تعقیبولو له لارې زموږ وضعیت ښه شو او اوس ښه یو."

فایق هروي وايي چې هغه هم په داسې ناروغۍ اخته شوی و چې نښې یې کوېډ۱۹ ته ورته وې.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "شاوخوا درې اونۍ وړاندې ناروغه شوم چې د ستوني درد، سر دردي، ستړيا، د پوزې بهېدل او پرنجی یې نښې وې. د ستوني درد دومره سخت و چې د شپې خوب نه راته. طبیعي ده چې په اوسني وضعیت کې د کرونا راتګ د اندېښنې وړ دی او هغه نښې چې ما درلودې د کرونا سره ورته وې."

هروي وايي چې پلار یې هم په دې ناروغۍ چې د کرونا نښې یې لرلې اخته شوی و او دا چې د ډیر عمر و، په سختۍ سره جوړ شو.

په همدې حال کې د افغان جاپان روغتون ډاکتران وايي چې د تېرې اوونۍ په پرتله د کرونا ناروغي ۱۵ سلنه ډېره شوې ده.

د افغان-جاپان روغتون مسوولان وايي، د کوېډ۱۹ ناروغانو د درملنې تجهیزات په کمېدو دي.
د افغان-جاپان روغتون مسوولان وايي، د کوېډ۱۹ ناروغانو د درملنې تجهیزات په کمېدو دي.

د افغان جاپان روغتون سر طبیب طارق اکبري، په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: "اوس هم ۴۴ ناروغان په بستر کې دي. موږ هره ورځ په بېړنۍ څانګه کې شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۵ ناروغان لرو چې دې شمېر ۳ تر ۴ یې بسترېږي."

اکبري وايي، د یاد روغتون ډاکترانو له څلور میاشتو راهیسې معاش نه دی اخیستی او زياتوي چې د کوېډ۱۹ ناروغانو د درملنې تجهیزات هم په کمېدو دي.

هغه د روغتیا له نړیوال سازمان او د طالبانو له حکومته وغوښتل چې دې مسئلې ته پام وکړي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په تېره یوه اوونۍ کې د کرونا ناروغۍ زیاتېدو او د افغان-جاپان روغتون د ډاکترانو د اندېښنو په اړه د طالبانو حکوکت عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلي، خو د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د افغان-جاپان روغتون مسوولانو په افغانستان کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې د خپرېدو خبرداری ورکړی و.

د طالبانو حکومت هم له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې له کرونا ویروس سره په مبارزه کې افغانستان یوازې پرې نږدي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې، په افغانستان کې هم سلګونه زره کسان پرې اخته او په سلګونه ترې مړه شوي دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG