د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

چین ته په تلونکو کسانو د قرنطین محدودیت لرې شو


د چین د بیجینګ هوايي ډګر یوه څنډه
د چین د بیجینګ هوايي ډګر یوه څنډه

چین له نږدې دریو کلونو وروسته هغه هېواد ته په تلونکو کسانو د قرنطین محدودیت لرې کړ.

چین چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹ کې د کرونا وبا ترې خپره شوې هغه هېواد ته په ورتلونکو کسانو د اجباري قرنطین محدودیت لرې کړ.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ویلي، لومړنۍ ډله خلکو چې نن یکشنبه له دغه محدودیت پرته چین ته دننه شول، د خوښۍ احساس کاوه.

له سنګاپور او کاناډا نه ۳۸۷ مسافر هغه کسان وو چې د یکشنبې په ورځ وختي چین ته ورسېدل، خو په حکومتي ودانیو کې له پنځه ورځني قرنطین سره مخامخ نه شول.

د چین د حکومت دا اقدامات په دې معنا دي چې حکومت یې غواړي د کوېډ ۱۹ د صفر کولو تګلاره عملي کړي.

اسوشېټېډپرېس ویلي، سر له نن نه له هانګ کانګ سره هم تړلې پوله له کلونو ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه.

تمه ده چې په راتلونکو شاوخوا دو میاشتو کې څلور لکه کسان له هانګ کانګه چین ته سفر وکړي.

بیجینګ د کرونا د مخنیوي دا محدودیتونه وروسته له هغه لرې کړل چې تېره میاشت چین کې د دغو بندیزونو په ضد تاریخي او بې ساري اعتراضونه وشول.

اوس اټکل دادی چې ګڼ شمېر چینایان به هم له هېواده بهر سفر کولو ته زړه ښه کړي، ځکه دوی سره به د بیرته ستنېدلو پر مهال د اجباري قرنطین وېره نه وي.

د سفر د شرایطو له دې نرموالي سره سره لا هم بهرني ګرځندویان د چین د ویزې اجازه نه لري او دغه ویزه یوازې هغو بهرنیو ته ورکول کیږي چې د سوداګرۍ په موخه سفر کوي.

همدا اوس هم د چین یو شمېر روغتونونه د ګڼ شمېر ناروغانو له کبله تر فشار لاندې دي او د درملتونونو او د مړو د سوځولو ځایونو مخته اوږده کتارونه ولاړ وي.
همدا اوس هم د چین یو شمېر روغتونونه د ګڼ شمېر ناروغانو له کبله تر فشار لاندې دي او د درملتونونو او د مړو د سوځولو ځایونو مخته اوږده کتارونه ولاړ وي.

له دې سره دا اندېښنه هم راپورته شوې چې له دغو بدلونونو سره د چین یو اعشاریه څلور میلیارده وګړي د کورونا ویروس له ګواښ سره مخامخېږي.

همدا اوس هم د چین یو شمېر روغتونونه د ګڼ شمېر ناروغانو له کبله تر فشار لاندې دي او د درملتونونو او د مړو د سوځولو ځایونو مخته اوږده کتارونه ولاړ وي.

نړیوالو اژانسونو ویلي، په چین کې د کرونا د احتمالي ډېرېدا له کبله له لسو ډېرو هېوادونو پر هغو کسانو د قرنطین محدودیت وضع کړی چې له چین ته بېرته ستنېږي.

XS
SM
MD
LG