د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

چین کې د ژمني المپیک د لوبو مراسم پیل شول؛ ځینو هېوادونو دا لوبې تحریم کړي


د لوبو د پیل مراسم
د لوبو د پیل مراسم

د چین په پلازمېنه پېکېنګ کې د دوه زره دوه ویشتم کال د ژمني المپیک مراسم پیل شول.

چین غواړي چې په دې ډول له کرونا وبا له خپرېدو او په چین کې د بشري حقونو له سرغړونو پام په بله شي.

چین هیله مند دی چې د دې مراسمو له پرانېستو سره به د کرونا وبا له خپرېدو او په چین کې د بشري حقونو له سرغړونو د نړیوالو پام په بله کړي.

د امریکا متحد ایالاتونه، بریتانیا، کاناډا، جرمني، اسټرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو دا لوبې تحریم کړي دي او وایي چې په چین کې په بې ساري ډول بشري حقونه تر پښو لاندې شوي، په ځانګړي ډول په شینجین ولایت کې د اویغورانو او د دوی په څېر د نورو لږکیو مسلمانانو.

پوتین هڅه کوي له چین سره خپل اړیکي پراخ کړي
پوتین هڅه کوي له چین سره خپل اړیکي پراخ کړي

د پرانېستو د مراسمو په پيل کې د چین ولسمشر شي جین پېنګ به د نړۍ د نژدې شلو هېوادونو د مشرانو کوربه وي، په دوی کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم شامل دی چې هېواد یې ډپلوماټیک بایکاټ او د سپورټ سیاسي کېدل غندلي دي.

پوتین چې هڅه کوي له چین سره خپل اړیکي پراخ کړي له لویدیځ سره یې د اوکراین پر سر کړکېچ زیات شوی دی.

روسیې شااوخوا یو لک سرتیري د اوکراین له پولو سره ځای پرځای کړي دي.

ولادیمیر پوتین په ډیسمبر میاشت کې د ټیلیفوني مکالمې پرمهال شي جین پېنګ ته د ګران دوست خطاب کړی و.

XS
SM
MD
LG