د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د ۲۰۲۲کال المپیک ژمنۍ لوبې سبا رسماً په چین کې پیلیږي


په ژمني المپیک لوبو کې د ګډونوالو هېوادونو بیرغونه
په ژمني المپیک لوبو کې د ګډونوالو هېوادونو بیرغونه

د ۲۰۲۲کال المپیک ژمنۍ لوبې سبا رسماً په چین کې پیلیږي.

په دغو لوبو کې چې له ۹۱ هېوادونو ۳ زره لوبغاړي په لسګونه المپیکي ورزشی رشتو کې په خپلو کې سیالۍ کوي، سبا چهارشنبی د فبروری ۴ پیلیږي او د همدی میاشتې تر ۲۰ به دوام وکړي.

په داسې حال کې ده چې چین ۲۴م پړاو ژمنیو المپیک سیالیو ته ځانګړي مراسم په نظر کې نیولي دي، خو د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ څو هېوادونو ویلی چې د چین د دولت له لوري له بشری حقونو څخه د سر غړونو له امله به د دغو مراسمو پرانیستې ته رسمي ډیپلوماتیک استازي ور ونه لېږي.

ټاکل شوې د سږکال ژمنۍ المپیکي سیالۍ د بېجینګ په ګډون، د چین په درېیو لویو ښارونو کې ترسره شي، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې رامنځته شویو ستونزو د نندارچیانو لپاره محدودیتونه ډېر کړي دي.

XS
SM
MD
LG