د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

نن د چین په پلازمېنه بېجنګ کې د المپیک ژمنۍ سیالۍ پیلېږي


عکس تزئیني بڼه لري
عکس تزئیني بڼه لري

نن د المپیک ژمنۍ مسابقې د چین په پلازمېنه بېجنګ کې پیلېږي. ټاکل شوې ده چې په دې سیالیو کې د ۹۱ هېوادونو ۳ زره لوبغاړي په بیلابېلو سپورتي برخو کې سیالۍ وکړي.

د چین ژمنۍ المپیک سیالۍ به د روانې فبرورۍ تر شلمې پورې دوام وکړي.

سره له دې چې چین د دغو سیالیو چې د المپیک ۲۴مې ژمنۍ سیالۍ دي، د رسمي پرانېستنې لپاره ځانګړي مراسم ترتیب کړي، خو د امریکا د متحدو ایالاتونو په ګډون څو هېوادونه د چین د حکومت له لوري د بشري حقونو د سرغړونې په اعتراض کې پرانېستونکو مراسمو ته رسمي پلاوي نه لېږي.

دوې میاشتې پخوا کله چې له پخواني دود سره سم د المپیک له لومړني ځای یعنې اتن څخه د المپیک مشال ولګول شو، څو له هغه ځایه تر پیکینګ پورې ورسول شي، یو شمېر تبیتیانو د چین د حکومت د پالیسیو خلاف مظاهرې وکړې.

چین نه یوازې د تبت د مسالې په خاطر، بلکې په شین جین کې د ایغور لږکي د بشري حقونو د سرغړونې په خاطر له انتقادونو سره مخامخ دی.

د نامتو چینايي تینس لوبغاړې پینګ شويي د بې درکه کېدو موضوع هم ډېر حیران کړي دي.

پینګ شویی
پینګ شویی

خو له دې سره-سره امریکا یوازې له سیاسي پلوه د چین ژمنی المپیک تحریک کړی او امریکايي لوبغاړو ته اجازه شته چې په دې سیالیو کې ګډون وکړي.

دا سیالۍ به د بیجنګ ترڅنګ د چین په دوو نورو لویو ښارونو کې وشي، خو د کرونا وبا د خپرېدو له کبله په لوبغالو کې د نندارچیانو لپاره یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي.

دوبنۍ المپیک سیالۍ هم د کرونا تر سیوري لاندې تر خپل اصلي وخت په ځنډ پیل شوې.

XS
SM
MD
LG