د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۲

د کرونا له تازه څپو سره-سره د نړۍ ډېري خلکو د ۲۰۲۲کال د پیل مراسم ونمانځل


ارشیف
ارشیف

د ۲۰۲۲م کال د پیل جشنونه د نړۍ په ځینو ښارونو کې ونمانځل شول، خو بیا هم محدودیتونه زیات وو.

  • اسټرالیا او نیوزیلنډ

د اسټرالیا سیډني او د نیوزیلنډ اکلنډ ښارونه تل تر نورو ښارونو د نوي کال پیل مخکې نمانخي چې سږکال یې هم تر زیاتو محدودیتونو لاندې دغه جشن ونمانځه.

په سیډني ښار کې د نوي کال د پیل د مراسمو په درشل کې اسټرالیا پرون جمعه په کرونا ویروس د ډېرو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۳۲زره زیاتې وې.

  • هانک کانګ

هانګ کانګ په ځانګړو مراسمو او کنسرټ د نوي میلادي کال پیل ونمانځه.

په اروپا کې سږکال د نوي میلادي کال د پیل د نمانځلو جشنونه کمرنګه وو، ځکه د کرونا ویروس نوې بڼې اومېکرون اندېښنې زیاتې کړې دي.

  • فرانسه او بریتانیا

په پاریس او لندن کې هم د اورلوبو مراسم لغوه شول. اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې په بریتانیا کې د کرونا ویروس په لسګونو زره مثبتو پېښو کې ۹۰ فیصده یې د اومېکرون بڼې دي.

د نوي کال تر پیل څو ساعته مخکې په پاریس کې د ماسکونو کارول جبري شول.

  • ایټالیا

په ایټالیا کې تر نوي میلادي کال یوه ورځ مخکې، په ورځني ډول د کرونا ویروس خورا زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په ۲۴ ساعتونو کې نږدې یو لک او ۲۷زره وې.

د اروپا د ختیځ هېوادونه هم د نوي میلادي کال په پیل کې بد وضعیت تجربه کوي.

  • روسیه، پولنډ او اوکراین

د هغو شمېرو له مخې چې رویټرز خبري اژانس پرون جمعه خپاره کړل، د اروپا په ختیځ کې د کرونا وبا له کبله د مړینو شمېر یو میلیونو ته ورسېد، زیاتې مړینې په روسیه، پولنډ او اوکراین کې ثبت شوي دي.

د اروپا په ختیځ کې د کرونا وبا له کبله د مړینو شمېر یو میلیونو ته ورسېد
د اروپا په ختیځ کې د کرونا وبا له کبله د مړینو شمېر یو میلیونو ته ورسېد

د رویټرز د دغه راپور له مخې، اوس روسیه، د کرونا له کبله د مړینو د شمېر له مخې تر برازیل مخکې شوې او په نړۍ کې دویم ځای لري.

  • چک جمهوریت او هنګري

د ختیځې اروپا دوه هېوادونه چک جمهوریت او هنګري هغه هېوادونه بلل شوي چې زیات خلک په کې د کرونا ویروس پر وړاندې واکسین شوي دي، خو د نوي کال د مراسمو پرمهال په کې محدودیتونه جدي وو.

  • چین

چین چې کرونا ویروس په کې په لومړي ځل کشف شو، اوس د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی دی.

په ټوله کې نړیوال په ځانګړي ډول روغتیايي سازمانونه او بنسټونه اندېښنه لري، ځکه د نړۍ په زیاتو برخو کې مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

XS
SM
MD
LG