د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د کرونا وبا؛ د نوي ۲۰۲۲کال پیل، د نړۍ اکثرو هېوادونو کې ونمانځل شو


اسټرالیا کې د نوي کال د پیل جشن
اسټرالیا کې د نوي کال د پیل جشن

د کرونا وبا له کبله له لګول شوېو محدودیتونو سره- سره د نوي ۲۰۲۲میلادي کال پیل، د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې ونمانځل شو.

په زیاتو ښارونو کې اورلوبې او د خلکو پراخې راټولېدنې منع کړای شوې وې.

بیا هم په ځینو ښارونو کې خلکو اورلوبې وکړې او په پراخو راټولېدنو سره یې د نوي کال پیل ونمانځه.

د اسټرالیا سیډني ښار چې په یوه ورځ یې په کرونا ویروس د خورا ډېرو کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت کړې وې، د ۲۰۲۲میلادي کال د هرکلي لپاره په کې خلکو اورلوبې وکړې.

د اروپا په اکثرو هېوادونو کې د نوي کال د نمانځې جشنونه لغوه شول، ځکه د کرونا ویروس نوې بڼې اومېکرون د حکومتونو اندېښنې زیاتې کړې دي.

په پاریس او لندن کې اورلوبې لغوه شوې، خو په پام کې ده د نیویارک په ټایم میدان کې په څو ساعتونو کې دغه مراسم ترسره شي.

XS
SM
MD
LG