د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

سږ کال چین کې په کرونا ویروس د یوه تن د مړینې خبر تأیید شو


ارشیف، چین کې په کرونا ویروس د مړو لېږدول
ارشیف، چین کې په کرونا ویروس د مړو لېږدول

د چین روغتیايي چارواکو پرون شنبه په کرونا ویروس د یوه تن د مړینې خبر تأیید کړ.

دا د ۲۰۲۱م کال له جنورۍ راهیسې په چین کې په کرونا ویروس لومړۍ مړینه ده.

له دې سره په چین کې په کرونا ویروس د مړینو رسمي شمېر ۴زره ۶۳۸ ته ورسېد، خو ګومان کېږي واقعي شمېر به خورا زیات وي.

چین په تېرو دوو کلونو کې د کرونا ویروس د بدلو شویو بڼو ډېلټا او اومېکرون په وړاندې په مبارزه بوخت دی.

XS
SM
MD
LG