د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۱

چین کې د اومېکرون ۷ پېښې ثبت شوې؛ ژوهای کې د بسونو تګ راتګ وځنډېد

ارشیف، چین کې یو بس
ارشیف، چین کې یو بس

د چین په ژوهای ښار کې نن د عامه بسونو تګ راتګ وروسته تر هغه وځنډول شو چې د اومېکرون بڼې د کرونا د لږ تر لږه اووه مثبت پېښو راپور ورکړل شو.

په ژوهای ښار کې پرون هر لور ته په دې پسې د کرونا ټېسټونه پیل شول چې په ګاونډي ښار کې د اوونۍ په پيل کې د اومېکرون کرونا د یوې مثبتې پېښې خبر خپور شو.

د ژوهای له استوګنو غوښتل شوي دي چې له ښاره به نه وځي. د دوه اعشاریه څلور میلیونه وګړو په دې ښار کې د بسونو تر درېدو مخکې د سلمانیانو د دوکانونو او د سینماوو د بندېدو امر شوی و.

په چین کې راتلونکې میاشت د المپیک ژمنۍ لوبې پيلېږي او په وروستیو کې یې په څو نورو ښارونو کې هم خلکو ته امر کړی دی چې په کورونو کې پاتې شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG