د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د چین د شانګهای ښار ۲۶ ملیونه اوسېدونکي د کرونا معاینه کېږي


ارشیف، د کرونا ویروس د ازموینې ټیوب
ارشیف، د کرونا ویروس د ازموینې ټیوب

د چین حکومت شانګهای ښار ته د کرونا د معاینې په چارو کې د مرستې لپاره په زرګونه روغتیايي کارکوونکي ولېږل.

د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، تر ۱۰ زرو ډېر روغتیايي کارکوونکي شانګهای ته رسېدلي دي.

پام کې ده د شانګهای ټول ۲۶ ملیونه اوسېدونکي په داسې حال کې معاینه شي چې نن دوشنبه هم په‌کې د کرونا ویروس زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دا په چین کې د عمومي روغتیا په برخه کې تر ټولو لوی اقدام ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG