د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

چین کې د ژمني المپیک لوبې رسماً پیل شوې


د المپیک لوبې
د المپیک لوبې

د چین په پلازمېنه پېکېنګ کې د ژمني المپیک لوبې رسما پیل شوې.

یو شمېر لویدیځو هېوادونو د دې المپیک د پرانېستو په مراسمو کې د کرونا د وبا او په چین کې له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په خاطر ګډون ونه کړ.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ تېر ماښام د ژمني المپیک لوبې چې د فبروري تر ۲۰مې پورې دوام کوي، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستې، خو په مراسمو کې د امریکا، بریتانیا، کاناډا، جرمني، اسټرالیا، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازي حاضر نه وو، خو تمه ده چې د ژمني المپیک په سږنيو سیالیو کې به د یو شمېر هېوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG