د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

د بشري حقونو اداره: طالبانو دې ژر تر ژره نيول شوي فعالان خوشې کړي


طالب عسکر - ارشيف
طالب عسکر - ارشيف

په نږدې یوه اوونۍ کې د افغانستان دننه د بشري حقونو او تعلیم د پنځو فعالانو د نیولو پېښې ثبت شوي دي.

د طالبانو د حکومت له‌خوا دغو توقیفونو په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې تېر ماښام په یوه اعلامیه کې وویل، نیول شوي کسان باید ژر تر ژره د طالبانو له بنده ازاد شي.

په اعلامیه کې د قلم لارې ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا د برخه‌لیک په اړه اندېښنه ښودل شوې، ځکه معلومه نه‌ده چې هغه اوس چېرته دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې دغه راز ویلي، د یو شمېر نورو توقیف شویو خبریالانو او فعالانو د برخه‌لیک څرک هم نه لګیږي او دوی په دې تړاو اندېښمن دي.

دوی دغه توقیف شوي نرګس سادات، زکریا اصولي، سلطان علي ضیایي، خیرالله پرهر او مرتضی بهبودي یاد کړي دي.

په همدې حال کې د بښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د څانګې څېړونکي زمان سلطاني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، طالبان خپل هر منتقد او مخالف ځپي.

نوموړي وويل: "موږ د دې شاهدان یو چې طالبان هر ډول مخالف غږ او هر ډول نیوکه په تاوتریخوالي سره ځوابوي. هغه کسان چې د خپلو حقونو غوښتنه کوي، طالبان یې نیسي، زنداني او ان شکنجه کوي یې."

د همدې اوونۍ د یکشنبې په ورځ درې مېرمنې فاطمه محمدي، ملالۍ هاشمي او رقیه ساعي چې د نجونو د تعلیم په اړه اعتراض کې يې برخه اخیستې وه، کابل کې د طالبانو له‌خوا ونیول شوې.

تر دې یوه ورځ وروسته، د دوشنبې په ورځ طالبانو مدني فعال او د قلم لارې ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا هم له خپل کوره ونیوه.

دغه راز د یوه بل فعال رسول پارسي د نیولو راپورونه هم خپاره شوي دي.

طالبانو که څه هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د بښنې نړیوال سازمان پر اندېښنو ځانګړې تبصره نه‌ده کړې، خو ویلې یې دي، نظام یې حق لري هغه کسان ونیسي او پوښتنې ګروېږنې ترې وکړي چې په خبره یې مشکوک فعالیتونه لري.

له دې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان یو استازی محب الله طیب وایي، طالبان په شدت خپل مخالفان ځپي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړیوالو معیارونو په هدیره بدل شوی.

نوموړي پرون په ژنیف کې د دغې شورا په غونډه کې وویل: "په تېر څه باندې یوه نیم کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړیوالو معیارونو په هدیره بدل شوی. دا د پروفیسرانو او بشري ملاتړو د نیولو، د هغوی د ویرولو، تاوتریخوالي او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د بې رحمانه وژنو او شکنجې او دغه راز د ملکي افغانانو د بې ځایه کېدنې په عادي ځای بدل شوی دی."

طالبانو درې نیول شوې معترضې ښځې د ضمانت په بدل کې خوشې کړي، خو د مطیع‌الله ویسا او رسول پارسي د خوشې کېدو په تړاو لا معلومات نه‌شته.

له خوشې شویو ښځو د هغوی په ټکو د قومي مشرانو په منځ‌ګړیتوب ضمانت اخیستل شوی چې، بیا به اعتراضونو کې ګډون نه‌کوي او چوپه خوله به پاتې کېږي.

د افغان ښځو د سیاسي ګډون شبکې مشرې ترنم سعیدي همدا اوونۍ ازادي راډیو ته وویل، هغه کسان چې له بنده ازادیږي، خپل فعالیتونه پای ته رسوي ځکه طالبان د چوپ پاتې کېدو ضمانت ترې اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG