د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

د طالبانو له‌خوا د 'مطیع‌الله ویسا' نیول کېدو پراخ غبرګونونه پارولي


مطیع الله ویسا له ښوونځیو پاتې شویو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه هم برابروي او تر خوا یې یو ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی چې د ښوونځي زده‌کوونکو ته په کې د زده‌کړو لپاره اړین توکي ځای پر ځای دي.
مطیع الله ویسا له ښوونځیو پاتې شویو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه هم برابروي او تر خوا یې یو ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی چې د ښوونځي زده‌کوونکو ته په کې د زده‌کړو لپاره اړین توکي ځای پر ځای دي.

د قلم لار بنسټ د مشر مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا وايي، طالبانو یې نن کور محاصره کړی، دوه وروڼه یې ورته وهلي او د دوی د کورنیو غړو ته یې سپکاوی کړی دی.

هغه په خپله ټویترپاڼه یوه ویډیو خپره کړې او په‌کې یې له دوی سره د طالبانو چلند ظالمانه او غیر انساني بللی دی.

نوموړي ويلي: "دا ډول وحشي او ناروا عمل چې له هر افغان او د ځمکې پر مخ له هر انسان سره کېږي موږ یې غندو. دا وحشي عمل دی، دا نه د حکومت طرز دی، نه د یوې ادارې عمل دی. موږ د قلم خلک یو، موږ په دې ملت کې ۱۵ کاله د رضا کار په توګه کار کړی او بیا هم که مو څوک وژني هم د خپل ملت لپاره له خپلې مبارزې تېر نه یوو."

عطاالله ویسا دا هم وايي، چې طالبانو په زور له کوره د مطیع‌الله ویسا او د ده د وروڼو ټیلفونونه وړې دي.

هغه زیاتوي، طالبان هڅه کوي دی هم ونیسي، خو ډاډ ورکوي چې یو خوندي ځای کې دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور سره مو دا موضوع شریکه کړه، خو ځواب یې را نه‌کړ.

د عطاالله ویسا ورور مطیع‌الله ویسا چې د افغان ماشومانو د زده‌کړو لپاره یې هڅې او کمپاین کاوه، پرون طالبانو د کابل په خوشحال خان کې ونیوه.

ورور محمد ولي اخلاقي د هغه له نیولو وروسته ازادي راډیو ته وویل: "دوه ټوډي موټر و. د ده او د امنیت د کسانو ترمنځ جنجال و. ویسا ورته ویل چې کارټ مو ښکاره کړئ، زه تاسې څه پېژنم چې څوک یاست، د امنیت کسان یاست که د حوزې، خو دوی نه کارټ ښکاره کاوه نه یې خبره منله او زور یې کاوه. ولچک یې راواخیستل په زوره یې موټر ته واچوه او ډېر وحشیانه عمل یې وکړ. دلته ما په خپلو سترګو ولیدل، دا خلک ټول ولاړ وو."

د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد مو د مطیع‌الله ویسا د نیولو د لامل په اړه وپوښتل، نوموړي وویل په دې اړه به معلومات وکړي، خو د ازادي راډیو له ډېر ټینګار سره سره یې هم د راپور تر خپرېدو معلومات شریک نه‌کړل.

د طالبانو د استخباراتو ریاست ویاند خلیل همراز مو هم وپوښت، خو ځواب یې را نه‌کړ.

د طالبانو له‌خوا د مطیع‌الله ویسا نیولو په پراخه کچه غبرګونونه را پورته کړي.

د طالبانو دې کړنې په پراخه کچه غبرګونونه راپورته کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن نن په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د طالبانو له‌خوا د مطیع‌الله ویسا نیول کېدو سخت اندېښمن کړی دی.

هغه زیاته کړې: "ښاغلی ویسا له ۲۰۰۹ کال راهیسې په ټول هېواد کې د افغان هلکانو او نجونو زده‌کړو ته د لاسرسي لپاره کار کوي."

ټوماس نیکلاسن له طالبانو غوښتي چې مطیع‌الله ویسا خوشې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې ویلي، مطیع‌الله ویسا په سوله‌ییزه توګه په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کاوه.

د بشري حقونو د څار سازمانو د ښځو څانګې مسوولې هېډر بار بیا د طالبانو د دې عمل په غبرګون کې د پوښتنې په شکل په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د هغه هېواد راتلونکی به څه وي چې واکمنان یې د تعلیم پر وړاندې جنګېږي.؟"

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ هم ویلي، د مطیع‌الله ویسا نیول کېدو اندېښمن کړی.

بېنیټ زیاته کړې، د هغه خوندیتوب مهم دی او ټولو قانوني حقونو ته یې باید درناوی وشي.

مطیع الله ویسا په کلیو او لېرې پرتو سیمو ګرځي او له کورنیو، قومي مشرانو او ټولو غواړي چې ماشومانو ته د زده‌کړو د برابرېدو په برخه کې همکاري وکړي.
مطیع الله ویسا په کلیو او لېرې پرتو سیمو ګرځي او له کورنیو، قومي مشرانو او ټولو غواړي چې ماشومانو ته د زده‌کړو د برابرېدو په برخه کې همکاري وکړي.

مطیع‌الله ویسا نږدې ۱۴ کاله کېږي چې په ټول افغانستان کې د نجونو او هلکانو د تعلیم لپاره کمپاین ډوله مبارزه کوي.

هغه په کلیو او لېرې پرتو سیمو ګرځي او له کورنیو، قومي مشرانو او ټولو غواړي چې ماشومانو ته د زده‌کړو د برابرېدو په برخه کې همکاري وکړي.

هغه له ښوونځیو پاتې شویو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه هم برابروي او تر خوا یې یو ګرځنده کتابتون هم جوړ کړی چې د ښوونځي زده‌کوونکو ته په کې د زده‌کړو لپاره اړین توکي ځای پر ځای دي.

پر طالبانو دا نیوکه ده چې واک ته له رسېدو وروسته یې، ټول هغه کسان په یوه نه یوه ډول یا نیولي یا ځپلي چې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره یې غږ پورته کړی دی.

XS
SM
MD
LG