د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

ویسا: په کلیوالي سیمو کې هيڅوک د نجونو د تعلیم مخالفت نه کوي


په ليرې پرتو سيمو کې د قلم لار ټولنې له‌خوا د زده‌کړو کمپاين
په ليرې پرتو سيمو کې د قلم لار ټولنې له‌خوا د زده‌کړو کمپاين

پرون د تعلیم نړیواله ورځ وه او داسې وخت ونمانځل شوه، چې نن (چهارشنبه) ۸۹۲مه ورځ ده، په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه‌لري او تېره میاشت پوهنتونو ته د نجونو او ښځو تګ هم منع شو.

د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ د ۲۰۱۸ کال په ډسمبر میاشت کې د جنوري ۲۴ مه د دې لپاره د زده‌کړو د ورځې په توګه ونوموله، چې په سوله او پرمختګ کې د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړي.

یونسکو سږ کال د زده‌کړو نړیواله ورځ د افغان نجونو په نوم نومولې او تازه یې پر خپله ټویټر پاڼه یو وار بیا له ټولو غوښتي چې د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره خپل غږ پورته کړي.

زموږ همکار، د قلم لار ټولنې له مشر مطیع‌الله ویسا سره چې له کلونو د افغانستان په بېلابېلو کلیو کې د تعلیم د پراختیا لپاره کمپاینونه کوي، مرکه کړې ده.

لومړی یې ورڅخه پوښتنه کړې، ایا تر اوسه د نجونو د تعليم او تحصيل په اړه روانو هڅو نتیجه ورکړې ده؟

د ښاغلي مطيع‌الله ويسا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:26 0:00
XS
SM
MD
LG