د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د نجونو د زده‌کړو فعال مطيع‌الله ويسا د نيول کېدو په اړه نړيوالو ورځپاڼو تبصرې کړي


مطيع‌الله ويسا په ليرې پرتو سيمو کې هغو ماشومانو ته چې له زده‌کړو بې‌برخې وو، زده‌کړې ورکولې.
مطيع‌الله ويسا په ليرې پرتو سيمو کې هغو ماشومانو ته چې له زده‌کړو بې‌برخې وو، زده‌کړې ورکولې.

ډېری لوېدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د طالبانو له‌خوا د نجونو د تعلیم د فعال مطیع‌الله ویسا د نیول کېدو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ګارډين ورځپاڼه:

ګارډین ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې چې سرلیک یې دی، د افغان نجونو د ښوونځیو د پروژې مؤسس په کابل کې نیول شوی لیکي، د قلم لار ټولنې مشر له لمانځه وروسته د جومات مخې ته وهل شوی او نیول شوی دی.

ورځپاڼه د ویسا د ورور سمیع‌الله له قوله لیکي چې وايي، د جومات مخې ته په دوو موټرو کې سپرو کسانو نوموړی ودراوه او کله چې ده ترې د هویت کارتونو غوښتنه وکړه هغوی په وهلو وهلو له ځان سره بوته.

ګارډین لیکي قلم لار ټولنه چې مطیع‌الله ویسا یې بنسټ ایښی، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او په کلیوالو سیمو کې د کتابونو د وېش په برخو کې کار کوي او له مودو راهیسې دا ټولنه له کلیوالو قومي مشرانو سره د نجونو د زده‌کړو د اهمیت په اړه خبرې کوي.

خپرونه وړاندې لیکي چې د طالبانو له‌خوا د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو له بندېدو وروسته ویسا د هېواد لیرې پرتو سیمو ته سفرونه وکړل او په دې برخه کې د بېلابېلو سیمو د خلکو د ملاتړ د جلبولو هڅې یې پیل کړې.

ګارډین د مطیع‌الله ویسا د تېرې اوونۍ یوه ټویټ ته اشاره کوي چې ده په‌کې لیکلي، موږ د نجونو د ښوونځيو پرانیستو ته هر ساعت، هره دقیقه او هره ثانیه شمېرو.

ښاغلی ویسا په خپل ټویټ کې وايي، د نجونو د ښوونځیو د بندېدو له کبله زیان نه جبرانېدونکی دی.

انډیپنډنټ ورځپاڼه:

انډیپنډنټ ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی چې، سرلیک یې دی، طالبانو د افغان نجونو د زده کړو یو مخکښ فعال نیولی دی.

ورځپاڼه لیکي، په داسې حال کې چې د وسله‌والو طالبانو حکومت د نجونو د تعلیم ځپلو ته دوام ورکوي، مدني فعال ۳۰ کلن ویسا چې د نجونو د تعلیم لپاره یې کمپاین کاوه، په کابل کې نیول شوی دی.

ورځپاڼه د سرچینو په حواله لیکي، پرون سهار طالبانو د ویسا پر کور چاپه ووهله، د هغه کورنۍ یې وګواښله چې باید پټه خوله پاتې شي او ټلفونونه، اسناد او کمپیوټرونه یې له ځان سره یووړل.

د راپور له‌مخې طالبانو د ویسا ورور هم د لنډ وخت لپاره بندي کړ خو بیا یې له خبرداري سره خوشې کړ.

مطیع‌الله ویسا په ۲۰۱۸ کال کې د لیرې کړل شوي ولسمشر محمداشرف غني له‌خوا د نجونو د تعلیم په برخه کې د هڅو په خاطر د میربچه خان مډال چې د پخواني نظام له ډېرو معتبرو مډالو څخه و، هم ګټلی و.

ورځپاڼه لیکي، ویسا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له احتمالي ګواښونو سره سره د نجونو د تعلیم په پلوي سپینې خبرې کولې او په ۲۰۲۱ کال کې یې له انډیپنډینټ سره په مرکه کې وېره هم څرګنده کړې وه چې ښايي ووژل شي.

ویسا ورځپاڼې ته ویلي و، چې کورنۍ ته یې ډېر ګواښونه کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG