د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د 'مطيع‌‌الله ويسا' د نيونې په تړاو پراخ کورني او نړيوال غبرګونونه


د قلم لار بنسټ مشر مطيع‌الله ويسا
د قلم لار بنسټ مشر مطيع‌الله ويسا

د قلم لار ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا د نیول کېدو په اړه په کور دننه او بهر غبرګونونه مخ پر زیاتېدو دي.

د قلم لار ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا، چې له زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې فعالیت کوي، د نیول کېدو په اړه د غبرګونونو په دوام د افغان مېرمنو نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د هغه او د رسول پارسي په نوم د یو بل ښوونیز فعال د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

رینا امیري که څه هم په دې اړه چې رسول پارسي کله او څنګه نیول شوی په اړه یې جزیات نه دي ورکړي خو په خپل ټویټر یې لیکلي چې، د نجونو د زده‌کړو ملاتړ باید جرم نه وي بلکې د هغه خلکو خوندیتوب او قانوني حقونو ته درناوی پکار دی چې په دې برخه کې کار کوي.

مخکې ترې دې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن، د بښنې نړیوال سازمان د اسیا څانګې، د بشري حقونو د څار سازمانو د ښځو څانګې مسوولې هېدر بار هم په دې اړه غبرګونونه ښودلي او د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په کور دننه بیا، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د زده‌کړو د ودې او پراختیا په برخه کې د ښاغلي ویسا هڅې ستایلي او د هغه د خوشې کېدلو غوښتنه يې کړې ده.

د قلم لار بنسټ فعالیتونه د هېواد په خیر بولم
حامدکرزی

ښاغلي کرزي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي: "د مطیع‌الله ویسا او د قلم لار بنسټ فعالیتونه د هېواد په خیر بولم او له اسلامي سرپرست حکومت څخه غواړم چې د نوموړي د خوشې کېدو لپاره له هېڅ ډول هڅې ډډه و‌نه‌کړي، بلکې برعکس د دوی د فعالیتو د پراختیا او ودې لپاره له دوی سره لازمې مرستې او همکاري هم وکړي."

ها خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم په دې اړه غږ پورته کړی او د ده په خبره، چې خپل‌سرې نیونې باید ودرول شي.

ښاغلي پشتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: "د زده‌کړو او بشر حقونو غږ کول هیڅ جرم نه‌دی."

د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم د مطیع‌الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې او پر خپل ټویټر یې لیکلي دی، چې زده‌کړه د انسان بشري حق دی.

مخکې له دې بیا، د ماشومانو د تعلیم د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ په یوه ټویټ کې لیکلي وو: "طالبانو که له یوې خوا نجونې ښوونځیو ته له تګ منع کړي، د تعلیم اتلان هم نیسي."

نوموړې هم د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

له تېرو درې ورځو راهیسې چې ښاغلی ویسا د طالبانو له لوري نیول شوی دی، په اړه یې ګڼ کورني او نړیوال غبرګونونه ښودل شوي دي.

که څه هم طالبانو هم د رسول پارسي د نیولو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د ویسا په اړه یې ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې مطیع‌الله ویسا د مشکوکو کړنو په تور نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي.

نوموړي وويل: "ده په خپل‌سري ډول ځینې غونډې جوړولې بې له دې چې مقامات په جریان کې واچوي، داسې اقدامات یې درلودل چې پاروونکي بلل شوي دي نو د هغې لپاره د څېړنو په موخه توقیف شوی دی."

په ۲۰۱۷ کې د مطيع‌الله ويسا له لوري زده‌کړييز کمپاين
په ۲۰۱۷ کې د مطيع‌الله ويسا له لوري زده‌کړييز کمپاين

مطیع‌الله ویسا د قلم لار ټولنې په جوړلو سره په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په افغانستان کې له زده‌کړو د ملاتړ او ودې لپاره کمپاین پیل کړ او ډېر شمېر هغه ولایتونو ته چې د بېلابېلو لاملونو له وجې په‌کې ښوونځي تړلي وو سفرونه وکړل.

دغه راز ګرځنده ښوونځي او کتابتونونه یې جوړ کړل او خلک یې وهڅول چې په خپلو ماشومانو سبق ووايي.

نوموړی، په دې ورستیو کې د نجونو د زده‌کړو په ملاتړ هم خپل غږ پورته کړ او په دې تړاو یې په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره ولیدل، چې د طالبانو حکومت له مشرانو سره د خبرو له لارې دا ستونزه هواره کړي.

مطیع‌الله ویسا داسې مهال د طالبانو د حکومت له لوري نیول کېږي، چې پر نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار د محدودیت له امله د طالبانو حکومت په نړیواله کچه له سختو فشارونو او انتقاونو سره مخ دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر رسېدو سم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پز زده‌کړو بندیز ولګاوه او په تېر دسمبر میاشت کې یې نجونې او ښځې پوهنتونونو ته له تګ هم منع کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG