د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

له بشري حقونو سرغړونې؛ د مخنیوي لپاره یې پر طالبانو د فشار راوړلو غوښتنه شوې


د قلم لار بنسټ مسوول مطیع الله ویسا چې تېره اوونۍ د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
د قلم لار بنسټ مسوول مطیع الله ویسا چې تېره اوونۍ د طالبانو له لوري نیول شوی دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، چې د طالبانو حکومت منحل اعلان کړی او اوس له افغانستان بهر فعالیت کوي، د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو راپور د هرکلي ترڅنګ له هېوادونو او نړیوال سازمانونو غوښتي چې د طالبانو د ښکاره بشري سرغړونو د مخنیوي لپاره دې پر دوی فشارونه ډېر کړي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چې د طالبانو حکومت منحل اعلان کړی او اوس له افغانستان بهر فعالیت کوي، په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه ناوخته یې خپره کړې، د بخښنې د نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د هغه راپور هرکلی کړی چې د نورو هېوادونو ترڅنګ یې په افغانستان کې د شویو بشري سرغړونو یادونه هم کړې ده.

دې کمېسیون ویلي، دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د زده کړو د برخې فعالان مطیع الله ویسا، لیکوال ذکریا اصولي او رسول پارسي، خبریال مرتضی بهبودي، هنرمند موسی شاهین او د مدني فعالانو نرګس سادات او سیدمحمد حسیني په ګډون یو شمېر نور فعالان بې له کوم جرمه طالبانو په بند کې ساتلي او هېڅ خبر یې هم په اړه نه شته.

په اعلامیه کې راغلي، د معتبرو نړیوالو سازمانونو له غوښتنو سره هم طالبانو دا کسان نه دي ازاد کړي او دوی د خلکو او د بشري حقونو د جوړښتونو غوښتنو ته هېڅ پام نه کوي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له دولتونو او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د خوندیتوب او د طالبانو د خپلسرو کړنو د مخنیوي لپاره دې په دوی فشارونه ډېر کړي.

د طالبانو له لوري د زنداني شوي فعالانو له ډلې د خبریال مرتضی بهبودي مېرمن الکساندرا مستواجا ازادي راډيو ته وویل، تر اوسه هېڅ معلومات نه دی ورکړل شوي چې د ژوند ملګری یې ولې نیول شوی، خو غوښتنه کوي چې طالبان دې ژر تر ژره هغه له بنده ازاد کړي.

مستواجا وویل: "زه نه پوهېږم هغه ولې نیول شوی؟ خو په دې پوهېږم چې هغه افغانستان ته ځکه تللی و چې د خبریال په توګه هلته کار وکړي. هېڅ دلیل نه شته چې هغه په زندان کې وساتل شي. مرتضی له افغانستان سره ډېره مینه درلوده او سره له دې چې وطن یې د خپل خوندیتوب لپاره پريښی و، تل به افغانستان ته په دې خاطر تللو چې هلته د ژوند او وضعیت په اړه راپورونه ورکړي او فکر یې کاوه چې دا ډېر مهم دي. زما ډېر یادېږي او هیله لرم چې ژر بېرته کور ته راستون شي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د نیول شویو کسانو په اړه څه ونه ویل، خو هغه ادعاوې یې رد کړې چې ګنې د دوی په واکمني کې بشري سرغړونې کېږي.

هغه وايي، د پخوا په پرتله اوس تر ډېره د خلکو حقونه خوندي دي.

مجاهد وویل: "له پخوا څخه ډېر د افغانان حقوق خوندي دي، څوک د چا ژوند نه شي اخیستلای، څوک څوک زندان ته شي اچولای، څوک په زور له چا ملکیت او پیسې نه شي اخیستلای او څوک د چا په حقوقو تېری نه شي کولای، د هېواد محاکم او امنیتي ځواکونه همدې ته متوجه دي، په دې مورد تشویشونه او تبلیغات سم نه دي."

د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو راپور چې د مارچ په ۲۷مه نېټه یې خپور کړ، د افغانستان په اړه یې ویلي و چې په دې هېواد کې د ښځو په حقونو، د رسنیو او بیان په ازادي محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي او هغه بنسټونه یا محدود شوي یا له منځه وړل شوي چې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو لاریون کوونکو انځور. طالبانو د دویم ځل واکمنۍ سره ځینې فعالان نیولي او ورسره د تاوتریخوالي راپورونه یې هم خپاره شوي دي.
ارشیف: په کابل کې د معترضو لاریون کوونکو انځور. طالبانو د دویم ځل واکمنۍ سره ځینې فعالان نیولي او ورسره د تاوتریخوالي راپورونه یې هم خپاره شوي دي.

همدا شان سوله ییز لاریون کوونکي نیول شوي، ځورول شوي او تري تم شوي دي.

دغه راز مخالفین له محاکمو پرته نیول شوي، ځورول شوي او اعدام شوي چې دې سرغړونو له وېرې یوه ډکه فضا په افغانستان کې رامنځته کړې ده.

په دې راپور کې د لږه کیو او د افغانستان د مخکېني حکومت د ځواکونو د بد وضعیت یادونه شوې او همدا شان ویل شوي چې په افغانستان کې نجونې او ښځې له زده کړو محرومې شوي او په عام ژوند او فعالېتونو کې یې ونډه ډېره محدوده شوې ده.

طالبانو هغه مهال د دې راپور په اړه هم نظر نه و څرګند کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG