د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

يوناما خپلو کارکوونکو ته: تر دويمې خبرتيا دندو ته مه ځئ


د ملګروملتونو يوه کارکوونکې
د ملګروملتونو يوه کارکوونکې

ملګري ملتونه وایي، طالبانو په لیکلې بڼه له دوی نه غوښتنه کړې چې، د دغه سازمان د ماموریت په چوکاټ کې هیڅ افغان مېرمن د کار اجازه نه‌لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وایي، د دغه سازمان په تاریخ کې هیڅ یوه بل رژیم د دوی کارکونکې د ښځتوب په خاطر له کاره نه‌دي منع کړي.

روزا اوتونبایوا په یوه بیان کې چې د چهارشنبې په ماښام د یوناما له‌خوا خپور شو ویلي، د طالبانو له‌خوا د دوی د ښځینه کارکوونکوو له کاره منعه کول، پر ښځو د ملګرو ملتونو پر بنسټیزو اصولو او نړیوالو قوانینو تېری دی.

بیان کې راغلي، مېرمن اوتونبایوا د امکان ترحده په لوړې کچې له طالبانو سره په تماس کې ده چې، په دې اړه ورته خپل اعتراض ورسوي او طالبان سم‌لاسي دا پرېکړه بېرته واخلي.

طالبان سم‌لاسي دا پرېکړه بېرته واخلي.

د ملګرو ملتونو دا بیان پرون ماښام داسې مهال خپور شو چې د دغه سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي و، د چهارشنبې په ورځ کابل کې د دوی استازي په دې تړاو له طالبانو سره خبرې کوي.

ملګرو ملتونو نه‌دي ویلي چې له طالب چارواکو سره یې د چهارشنبې ورځې خبرې شوي او که نه؟

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ازادي راډیو ته وویل، اقتصاد وزارت یې چې د بهرنیو مؤسسو او بنسټونو اړوند چارې تنظیموي، د ملګرو ملتونو له استازو سره د احتمالي خبرو جزیات نه‌دي ورکړي.

له دې سره هم‌مهاله د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش تېر ماخوستن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د دوی د ماموریت په چوکاټ کې د ښځو د کار بندیز د بشري حقونو له اصولو د نه زغملو وړ یوه سرغړونه ده.

د ملګروملتونو سرمنشي
د ملګروملتونو سرمنشي

هغه پر طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دا او نور هغه فرمانونه بېرته واخلي چې نجونې او ښځې د کار او تعلیم له حقه محروموي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د سه‌شنبې په ورځ له خپلو څه باندې درې زره نارینه او ښځینه افغان کارکوونکو وغوښتل چې تر اته څلوېښتو ساعتونو پورې دندو ته ولاړ نه‌شي.

د یوناما د چهارشنبې ورځې په بیان کې بیا دا مهلت نامعلومې مودې ته غځېدلی او له ټولو کارکوونکو یې غوښتي چې تر دویم اعلان پورې دې کار ته نه‌ځي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ ښځې د دوی په دفترونو کې کار کوي.

د طالبانو له‌خوا د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو بندیز پراخ غبرګونونه هم پارولي دي.

تازه د بې پولې ډاکټرانو ټولنې دغه اقدام غندلی او دوی تېر ماخوستن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کار به روان ناوړه بشري ناورین لا بدتره کړي.

ځینو نړیوالو بنسټونو او د خیر ښیګڼې ادارو ویلي، دا ګام به اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو په چارو کې د مرستندویه ادارو وړتیاوې کمزورې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ویلي، دوی د طالبانو د نوي بندیز په تړاو د سازمان له غړو هېوادونو، خیریه ټولنو او بشردوستانه همکارانو سره خبرې کوي.

د ښځینه کارکوونکو پر سر د ملګرو ملتونو او طالبانو ناندرۍ تازه نه‌دي.

تېره دسمبر میاشته کې هم چې طالبانو ښځې په نادولتي مؤسسو کې له کاره منعه کړې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړه چې په دې تړاو طالبانو سره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو ادارو داسې مهال خپل ټول کارکونکي تر نامعلومې مودې په کور کېنولي چې په افغانستان کې په هرو دریو وګړو کې یو هغه یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو په وینا، له تېرو شاوخوا شلو میاشتو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، په افغانستان کې پر ښځو په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګول شوي دي.

په ظاهره همدا بندیزونه د دې لامل شوي چې د طالبانو حکومت هم د کوم هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پيژندل شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG