نړۍ
د بشري حقونو يوه ډله: ايراني ځواکونو د مظاهرو په تور ۵۳۷ کسان وژلي

د بشري حقونو یوه ډله وايي چې د ایران امنیتي ځواکونو په سپټمبر میاشت کې پر مظاهره چیانو د فشارونو په لړ کې لږ تر لږه ۵۳۷ کسان وژلي دي.
په ناروې کې دېره د ایران د بشري حقونو ډلې پرون سهشنبه ویلي، په دې موده کې د مظاهرو د تورونو په تړاو څلور کسان اعدام شوي او تر ۳۰۰ زیات نور کسان په همدې موده کې په نورو تورونو په دار ځړول شوي دي.
دې ډلې دا د ټولنې د ډارولو لپاره یو بل تاکتیک یاد کړی دی.
په ایران کې د سپټمبر په نیمايي کې پراخې مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې، چې د مهسا امیني په نوم یوې ښځې د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه.
هغه چې په خټه کردۍ وه، په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه.
د ایران چارواکو د دغو مظاهرو په وړاندې له فشارونو کار واخیست چې د بشري حقونو ډلې وايي، مظاهره چیان په مستقیم ډول په مرمۍ هم ویشتل شوي دي.
د ایران د بشري حقونو ډلې مخکې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۸۸ تنه یاد کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران: زاهدان کې د امنیتي ځواکونو په ډزو لږ تر لږه ۲۳ کسان ټپیان شوي

د ایران په زاهدان ښار کې د راپورونو په اساس لږ تر لږه ۲۳ کسان د امنیتي ځواکونو په ډزو سره ټپيان شوي دي.
پرون خلک هلته د (زهدان د خونړۍ جمعې) د لومړي کال د پوره کېدو په درشل کې د لاریونو لپاره وتلي وو.
په خواله رسنیو په خپرو شویو ويډیوګانو کې ښکاري، چې په پوځي یونیفورم سمبال پوځیان او شخصي جامو وسله وال د زاهدان مکي جومات کلابند کړی او ډزې کوي.
د ایران امنیتي ارګانونو زاهدان ته تازه دمي ځواکونه هم استولي دي.
د ازادې اروپا فردا راډیو د شمېرو په اساس، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په دېرشمه د جمعې په ورځ د ایران د امنیتي ځواکونو په ډزو سره په زاهدان ښار کې لږ تر لږه ۱۰۵ کسان ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات نور ټپیان شول. زاهدان کې اکثر بلوڅان سني مذهبي میشت دي، چې تل د ایران د رژيم له دوه ګوني چلند شکایت کوي.
نګورنو قره باغ؛ څه باندې ۷۵ سلنه خلک جبري کډوالۍ ته اړ شوي

د جمعې تر پایه د نګورنو قره باغ څه باندې ۷۵فیصده ارمني ټبرو اوسیدونکو له سیمې جبرې کډه کړې ده.
هلته د اذربایجان تر بریدونو مخکې ۱۲۰ زره ارمني ټبري اوسېدل.
د ارمنستان د دولتي اژانس د راپور په اساس، د جمعې تر ناوخته شاوخوا ۹۳زره ارمني کډوال د ارمنستان خاورې ته ننوتي دي.
له دې سره هم مهاله، ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تمه ده دا اوونۍ یو پلاوی نګورنو قره باغ ته د وضعیت د ارزولو لپاره ولیږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه کنفرانس کې وویل، په تېرو دېرشو کلونو کې د ملګرو ملتونو پلاوي ته اجازه نه ورکول کېده چې دا سیمه وګوري.
د هغه په خبره د ملګرو ملتونو پلاوی به تر ډېره بشري اړتیاوې وسنجوي.
د ملګرو ملتونو پلاوی د اذربایجان د حکومت په بلنه دې سیمې ته ځي.
د ارمنستان حکومت: له نګرنو-قره باغ څخه نږدې ۸۵ زره کسانو له جګړې پناه راوړې

د ارمنستان حکومت وايي له لانجمنې سیمې نګرنو-قره باغ، څه کم پنځه اتیا زره کسان دغه هېواد ته ورغلي دي.
دا له کله چې اذرباییجان روانه میاشت په دې سیمه کې پوځي عملیات پیل کړل او پر دغه سیمه یې بشپړه ولکه ټینګه کړه، له دې ځایه په خټه د ارمنانو وتل دوام لري.
د ارمنستان د صدراعظم ویاندې نازیلي بغداساریان وویل، پر ځايي وخت د نن سهار تر شپږو بجو له نګرنو-قره باغ څلور-اویا-زره-اووه-سوه-اویا کسان ارمنستان ته داخل شوي، چې دا د دې سیمې د تخمیني وګړو څه باندې دوه پر درېیمه برخه وګړي دي.
خیبرپښتونخوا؛ د هنګو په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې

د خیبر پښتونخوا په هنګو کې چاودنې خلکو ته مرګ ژوبله اوړلې ده.
چادونه نن د دوابې د پولیسو د ماموریت پر یوه جومات د جمعې له لمانځه مخکې د خطبې پر مهال شوې ده.
د پولیسو د ماموریت مشر شاه راز د ازادي راډيو مشال څانګې ته ویلي، چې په دې پیښه کې دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
شاه راز زیاته کړې، د چادونې له کبله د جومات چت راغوځیدلی او د کنډوالو لاندې د بندو کسانو د رایستلو هڅې پیل شوې دي.
د هنګو د پولیسو مشر نثار احمد رسنیو ته ویلي، په جومات کې له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې کسان موجود ول.
نثار احمد زیاته کړې، دا وېره شته چې د وژل شویو کسانو شمیر زیات شي.
تراوسه چا د چادونې مسولیت نه دی منلی.
پاکستان: بلوچستان کې د میلادالنبي پر مراسمو چاودنې تر ۵۰ زیات کسان ووژل

راپورونه وايي، د بلوچستان په مستونګ کې د میلاد النبي د درناوي په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د چاودنې له کبله د مړو شمېر تر ۵۰ واوښت.
په مستونګ کې روغتیايي مسوول ډاکټر رشید محمدزي د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي، د مړو شمېر ۵۲ او د ټپیانو ۵۵ ته رسېدلی دی.
تر دې مخکې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي، په چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي وو ،چې د مړو او ټپیانو شمېر په زیاتېدو دی. مستونګ د بلوچستان د مرکز کوټې په ۶۰ کیلومترۍ کې پرته سیمه ده.
تر اوسه چا د نننۍ چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
تحریک طالبان پاکستان رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې چاودنه کې دوی لاس نه لري.
په وروستیو کې په بلوچستان کې دا ډول چاودنې او نور بریدونه زیات شوي دي.
روانه میاشت په مستونګ کې په یوه بل بمي برید کې د جمعیت علمای اسلام د یو مشر حافظ حمدالله په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.
د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې غړي هېوادونه: روسیه دې د اوکراین د جنوب اټومي مرکز خوشې کړي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې غړیو هېوادو پر روسیې غږ کړی دی چې د اوکراین په جنوب کې د زاپروژیا اټومي مرکز پریږدي.
په ویانا کې پرون د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې غړیو هېوادو په یوه پریکړه لیک کې ټینګار وکړ، چې روسیه دې خپل ځواکونه او وسایط سمدستي له زاپروژیا وباسي او د دې اټومي مرکز بشپړ واک دې اوکرایني چارواکو ته وسپاري.
په دې پریکړه لیک کې همداراز ویل شوې دي، چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې دایمي څارونکي دې په دې اټومي مرکز کې ځای پرځای شي.
متحده ایالات: چین د رسنیو د سانسور او ورڅخه د پټو اطلاعاتو د پېرلو بهیر ته دوام ورکړی

د امریکا متحد ایالتونه وایي، چین د سانسور او له رسنیو په پټه د اطلاعاتو د پیرودلو له لارې په نړیوالو رسنیو کې لاسوهنه کوي چې دا چاره به د بیان ازادي اغیزمنه کړي.
امریکا د سپتمبر په اته ویشتمه چې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ نړیواله ورځ وه، په یوه راپور کې وویل چې پیکنګ هر کال په میلیارډونو ډالر په دې لګوي، چې په بهرنیو رسنیو کې ونډې ترلاسه او پر انلاین پانګوالو اغېز وکړي چې د چین د دولت د تړونونو لپاره تبلیغ وکړي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، تر اوسه په واشنګتن کې د چین سفارت د دې په ځواب کې څه نه دې ویلي.
متحده ایالاتو د سوډان د بهرنیو چارو پر پخواني وزیر بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالتونو د سوډان د بهرنیو چارو پر پخواني وزیر علي کارتي د پنجشنبې په ورځ بندیزونه ولګول.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، واشنګټن د سوډان دغه پخوانی چارواکی تورن کړی چې دغلته یې د اوربند د هڅو مخه نیولې ده.
کارتي، چې له ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۵ کال پورې د مخلوع دیکتاتور عمر البشیر د حکومت د بهرنیو چارو وزیر و، اوس د جنبش د اسلامي جنبش مشر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن دغه جنبش چې سوډان کې د واک د دموکراتیک لېږد مخالف دی، سخت دریځه اسلامپاله ډله یاده کړې ده.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، کورتي د سوډان د وسله والو ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ د اوربند مخه ډب کړې ده.
دغه دواړه ډلې د سوډان د کنټرول پر سر له تېرې اپریل میاشتې راهیسې په جګړه بوختې دي.
هالنډ: په روتردام ښار کې د ډزو دوو پېښو مرګ ژوبله اړولې ده

د هالنډ پولیس وایي، په روتردام ښار کې د ډزو دوه پیښې مرګ ژوبله لري.
پولیسو پر ایکس پاڼه دغه خبره کړې، خو دا معلومات یې نه دي ورکړي چې څو تنه وژل شوي دي.
پولیسو په لومړیو کې وویل، چې د پنجشنبې په ورځ د یوه پوهنتون په روغتون او یوه کور کې د ډزو له کبله درې تنه ټپيان شوي دي.
د جرمني ډي.پي.اې خبري اژانس ویلي، چې پولیسو د ډزو مشکوک عاملان نیولي دي.
د ډزو د پيښو د څرنګوالي او انګېزې په اړه تراوسه معلومات نشته.
د ازبکستان په پلازمېنې کې له درنې چاودنې وروسته اور لګېدلی

د ازبکستان په پلازمېنې تاشکند کې له یوې درنې چاودنې وروسته اور لګېدلی، چې له امله یې ډېر مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د لومړنیو راپورونو په اساس لږ تر لږ یو کس وژل شوی او ۱۶۰ نور ټپیان دي.
چاودنه نن سهار د سپټمبر ۲۸مه په یوه زېرمتون یا ګدام کې شوې او په ټول تاشکند یې لړزې حس شوي.
په ټولیزه توګه د اور وژنې ۱۶ واحدونه د اور سره د مقابلې او بېړنیو حالاتو ته د ځواب ویلو لپاره توظیف شوي.
د دغې پېښې ۲۴ تنه قربانیان په سیمهییزو روغتونونو کې تر ځانګړې او جدي پاملرنې لاندې دي.
چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي، مګر د ګدام دقیق محتويات، چې د 'انټرلوجیسټیک' په نوم د یوه شرکت دی، نه دي په ډاګه شوي.