د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د افغانستان په اړه نړيوالې ورځپاڼې څه وايي؟


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

د سوفان سنټر څېړنیز مرکز:

د سوفان سنټر څېړنیز مرکز په خپله وروستۍ خپرونه کې ویلي چې، په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه تر اوسه یو ګواښ ګڼل کېږي.

دغه مرکز چې د نړیوال امنیت په اړه ستراتېژیک بحثونه او تحلیلونه خپروي، د امریکا د مرکزي قومندانۍ، سنتکام د قومندان جنرال مایکل کوریلا څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلې يې دي، په هغه ډول چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې پرمختګ کوي، تر نورو شپږو میاشتو پورې به دا ډله له افغانستانه بهر د عملیاتو وړتیا پیدا کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، داعش لوی ګواښ نه‌دی او دا ډله ځپل شوې، خو د خپرونې په لیکنه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د تروریزم د چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو او د انساني سرچینو په اساس استخباراتو ته په لاس‌رسي کې د محدودیت له امله په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو زیاتوالي ته لاره هواره شوې ده.

خپرونې په افغانستان کې د چین، روسیې او پاکستان پر اهدافو د داعش حملو ته اشاره کړې او لیکي، داعش په نړیواله سطحه خپلې ډېرې سرچینې، په افغانستان او افریقا کې خپلو متحدینو ته ځانګړې کړي، ځکه په سوریه کې د دې ډلې اصلي مرکز تر شدیدو حملو لاندې دی.

خپرونې د داعش او طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، داعش غواړي په دا ډول حملو سره په افغانستان کې دوو هدفونو ته ورسیږي، لومړی هدف یې تبلیغات او دوهم یې د طالبانو بدنامول دي ترڅو دا پیغام ورکړل شي چې پر افغانستان واکمن طالبان د ثبات د ټینګښت او د کورنیو او نړیوالو ګټو د خوندي کولو توان نه‌لري.

د سوفان سنټر څېړنیز مرکز خپرونې په بله برخه کې لولو چې د اوکراین جګړې ته د امریکا او نړۍ پام اوښتو د دې خطر رامنځ‌ته کړی چې، له تروریزم سره مبارزه کمزورې شي چې په نتیجه کې به یې د داعش د خراسان څانګه لا پیاوړې شي.

میدل سیکس خپرونه:

د برېتانیا د میدل سیکس پوهنتون خپرونې د افغان ښځو او نجونو برخه‌لیک ته پام اړولی او لیکي، د برېتانیا حکومت په دې برخه کې بې پامي کړې ده.

د دې پوهنتون یوه پوهیالۍ او اکاډمیسینه نیلم راینا هڅه کوي چې، د برېتانیا په پارلمان کې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د ښځو یوه ډله رامنځ‌ته کړي.

د مېرمن راینا په وینا برېتانیا له افغانستانه د خپلو متحدینو د وتلو په مهال بې پروایي وکړه او د برېتانیا له‌خوا دغه پروسه لکه د جرمني او نورو هېوادونو په څېر دقیقه نه وه چې له امله یې ډېرې افغان ښځې او نجونې د جنسیتي تبعیض په یوه چاپيریال کې چې له کار او زده‌کړې محرومې شوې، تر شا پاتې دي او اوس یې اکثره له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

مېرمن راینا همدارنګه یوه ډله جوړه کړې ترڅو د افغان ښځو په اړه د برېتانیا په پارلمان کې پوهاوی زیات کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG