د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

'د نيوز' ورځپاڼې د افغانستان پر وړاندې د پاکستانۍ لوبډلې پرله پسې ماتې په اړه تبصره کړې


د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ سیاليو يو انځور
د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ سیاليو يو انځور

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

ډيلي مېل:

برتانوۍ ډیلي مېل ورځپاڼه لیکي، افغانانو د پاکستان د کرکټ لوبډلې پر وړاندې د خپل هېواد د کرکټ لوبډلې ستره بریا په خوښیو ونمانځله خو په افغانستان کې دننه په دې مناسب د ځوانانو په غونډو کې د ډولونو او سازونو غږ ځکه نه اورېدل کېده چې د طالبانو حکومت موسیقي منع کړې ده.

ډیلي مېل لیکي، افغانستان له پاکستان سره د شل اوره لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د تېرې یکشنبې په ورځ وګټله، له هغه هېواده چې د کرکټ د نړیوالې شورا په درجه بندي کې د نړۍ له سترو شپږو لوبډلو شمېرل کېږي، خو د ورځپاڼې په لیکنه جګړه ځپلي افغانستان د کرکټ د نړیوال ډګر پر لور مزل په ۲۰۰۹ کال پیل کړی دی.

د ډیلي مېل په لیکنه د افغانستان کرکټ بورډ دوشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې د افغانستان لوبډلې په دې لړۍ کې یوه تاریخي بریا نندارې ته وړاندې کړه او افغان لوبغاړي یې تاریخ جوړونکي اتلان یاد کړل.

‌ډیلي مېل لیکي، په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ مینه والو د شارجې په لوبغالي کې دغه بریا د افغانستان د پخواني حکومت په درې رنګه بیرغ او د ډولونو په وهلو او موسیقۍ سره ونمانځه خو د افغانستان له دننه په هغو پوستونو کې چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي، ښکاري چې په کابل کې راټول شوي ځوانان له موسیقۍ پرته نڅا او خوښي کوي.

د طالبانو د حکومت د ریيس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د کرکټ ټیم د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې دوی د لوبغاړو ترڅنګ ولاړ دي او د هغوی پیاوړتیا او ښې روزنې ته ژمن دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې پر ښځو او نجونو د کار او زده کړې او هم پارکونو او عمومي حمامونو ته پرتلو د لګول شویو محدودیتونو تر څنګ، دوی ورزشي ځایونو له تلو هم راګرځولي دي.

د نيوز:

پاکستانۍ د نیوز ورځپاڼې بیا د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد د کرکټ ټیم د ماتې په اړه لیکلي چې د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان لوبډلې سره د سیالیو لپاره ځوان لوبغاړي غوره کړي وو.

د ورځپاڼې په لیکنه دغه لوبغاړي د پاکستان په غوره لیګ کې د ښه ځلېدو په خاطر ګومارل شوي او تجربه کاره لوبغاړو لکه، بابراعظم، رضوان او نورو ته چانس نه و ورکړل شوی چې له افغان لوبډلې سره ولوبېږي.

ورځپاڼې د پاکستان د کرکټ ټیم د کپټان هغه خبره هم راخیستې چې ویلي یې دي له دې وروسته به خلک د بابر اعظم او رضوان په څېر د تجربه لرونکو لوبغاړو په قدر پوه شي.

د نوموړي په خبره هر چا غوښتل چې ځوانانو ته دې چانس ورکړل شي او دی هم د ځوانانو د ازمویلو ملاتړ کوي، خو د ده په خبره تجربه ډېره مهمه ده.

XS
SM
MD
LG