د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۳

يو شمېر کابل ښاريان: طالبان خلک ځوروي او سپکاوی يې کوي


کابل کې د يو لاريون پر مهال، طالبان خلک تيت و پرک کوي، ارشيف
کابل کې د يو لاريون پر مهال، طالبان خلک تيت و پرک کوي، ارشيف

د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي، چې طالبان په ښار کې خلک ځوروي او سپکاوی یې کوي.

د بلال په نوم د کابل ښار يو اوسېدونکی ادعا کوي چې، طالبانو له کوم لامل پرته دى په یوه چک پاینټ کې په څپېړې وهلى او وروسته يې حوزې کې د څو ساعتونو لپاره بندي کړى دى.

نوموړی وايي: "پرته له کوم دلیل او تلاشي یا دا چې له قانوني لارې مخته لاړ شي، زه یې په څپېړې ووهلم او بیا یې حوزې ته بوتلم. شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ ساعتونه په حوزه کې وم تر څو کورنۍ مې راغله او له حوزې یې خوشې کړم."

"یوه طالب ټکسي ودروله او ټکسي چلوونکی یې په څپېړه وواهه او حمله یې پرې وکړه

منیژه د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې ادعا کوي، چې طالبانو هغه ټکسي چلوونکی چې نوموړې یې کور ته رسوله، له موټره راښکته کړ او د هغې د سترګو په وړاندې یې وواهه.

منیژې ازادي راډيو ته وویل: "یوه طالب ټکسي ودروله او ټکسي چلوونکی یې په څپېړه وواهه او حمله یې پرې وکړه، چې ولې دې دا ښځه یوازې په خپل ټکسي کې سپره کړې؟ او څه دې کېږي؟ ایا ته د هغې شرعي محرم یې، کله چې ټکسي چلوونکي وویل چې هغه يوه سورلۍ ده، طالبانو ټکسي چلوونکي ته وویل چې دا ښځې بد کاره ښځې دي چې یوازې له کوره وځي، دوی ولې په خپل موټر کې سپروې؟ طالبان د شخصي حریم په نوم څه نه پېژني او اصلا درناوی يې نه‌کوي."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په همدې حال کې په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې یوه ویډیو خپره شوې چې په‌کې یو طالب وسله‌وال د نامعلوم دليل له مخې یو ځوان د خلکو په مخکې په څپېړې وهي.

د دې ویډیو په خپرولو سره، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ادعا کړې چې ياد ځوان ته د جامو او د غوږۍ کارولو له امله د سپکاوی شوی.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت ویاند هاکف مهاجر ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، چې دا موضوع یې د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره شریکه کړې ده.

خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ په ټولنیزو شبکو کې یوه بله ویډیو هم خپره شوې، چې په‌کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې یو محتسب په مزارشریف ښار کې یو ټکسي چلوونکی له محرم پرته په خپل ټکسي کې د یوې ښځې د کېنولو په خاطر په څپېړه وهي.

په دغې موضوع له پراخو غبرګونونو وروسته د بلخ ولايت د طالبانو امنيې قوماندانۍ وویل، چې دغه کس دوى د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ادارې له پاليسۍ څخه د سرغړونې په تور د قانون منګولو ته سپارلى دى.

تر دې مخکې یو شمېر افغانانو په ځانګړې ډول کابل ښاریانو، له ازادي راډیو سره په خبرو کې په چک پاینټو کې دوى سره د طالبانو له ناوړه چلند څخه شکایت کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG