د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

د ملګرو ملتونو کارپوهان: طالبان د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض مخته وړي


آرشیف- په هرات کې د مېرمنو لاریون
آرشیف- په هرات کې د مېرمنو لاریون

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوه ډله وایي، د طالبانو مشران په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او تبعیض مخته وړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو دغې ۳۶ کسیزې ډلې پرون دوشنبه (د مرغومي ۲۷مه) په یوه بیان کې وویل چې له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي محیط څخه د ښځو څنګ ته کولو ته ژوره اندېښنه لري.

په بیان کې ویل شوي چې د طالبانو حکومت په اګسټ میاشت کې د کابل له نیولو وروسته پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي.

په دوام کې دغه راز ویل شوي چې اکثره ښځې له کارکولو منع کړای شوي اوان ټکسي چلونکو ته ویل شوي چې هغه ښځې دې چې د شریعت مطابق جامې یا حجاب ونه لري، نه لېږدوي.

د طالبانو حکومت له دغو څرګندونو سره موافق نه دی او وایي، ټولو وګړو ته خپل حقوق ورکړل شوي دي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تېره ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو حکومتونو کې بشري حقوق نه رعایت کېدل چې په نتیجه کې یې د ده په خبر خلک زیانمن کېدل.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي: "موږ په عمل کې ثابته کړې چې ټول حقوق ورکول کېږي. چا د ښځو له کارکولو او زده کړو هم سترګې نه دي پټې کړي. څېړنې دوام لري. ټول هغه زیانونه چې څو میاشتې مخکې په افغانستان کې بشرته رسېدل او خلکو چې تر ګواښ، وژنو او ظلمونو لاندې ژوند کاوه، ژغورل شوي، اوس ښه ژوند لري او امنیت یې خوندي شوی دی."
که څه هم د ښځو او نجونود حقونو په اړه ښاغلي مجاهد او نورو طالب چارواکو له دې مخکې هم ورته څرګندونې کړي، خو تراوسه یې نه یوازې دا چې د ښځینه فعالانو قناعت نه دی حاصل کړی بلکې، په دې وروستیو کې لیدل شوي چې یو شمېر ښځو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره اعتراضیه لاریونونو ته مخه کړې.

امنیسټي انټرنیشل وایي، افغان ښځې په افغانستان کې له ډېرو جدي محدویتونو سره مخامخې شوي.
امنیسټي انټرنیشل وایي، افغان ښځې په افغانستان کې له ډېرو جدي محدویتونو سره مخامخې شوي.

افغان خبریاله او د ښځو د چارو فعاله فوزیه وحدت چې په دې وروستیو کې یې په یوه لاریون کې ګډون کړی، ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو پر ښځو په لګول شوېو محدویتونو سره د ټولنې نیمه برخه فلج کړې ده.

اغلې وحدت زیاتوي: "د ټولنې د ترقي لپاره په کار ده چې هم ښځه هم نارینه په ټوله معنی باندې په ټولنه کې سهم ولري کار وکړي، زحمت وباسي څوهغه ټولنه پرمختګ وکړي. تاسو که نیمه بدنه د یوې ټولنې حذفوئ نو دا په دې معنی ده چې تاسو د ټولنې هغه کار، پروژه او هرهغه څه په ښځو پورې تړاو لري او هغه کار کوي، هغه فلجیږي. په دولتي ادارو کې په هغو برخو کې چې ښځو کار کاوه، هغه برخې اوس کاملاً فلج دي."

په عین حال کې د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشل وایي، افغان ښځې او نجونې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره د خپل ورځني ژوند په چارو کې له ډېرو جدي محدویتونو سره مخامخې شوي.

د امنیسټي انټرنیشنل په وینا، افغان ښځې په مختلفو برخو کې له سیاسته نیولې، تر ښوونځي او سوداګرۍ پورې مشغولې وې او اوس مجبوره شوي چې په کور کې پاتې شي.

افغان خبریاله او د ښځو د چارو فعاله فوزیه وحدت وویل چې طالبانو پر ښځو په لګول شوېو محدویتونو سره د ټولنې نیمه برخه فلج کړې ده.
افغان خبریاله او د ښځو د چارو فعاله فوزیه وحدت وویل چې طالبانو پر ښځو په لګول شوېو محدویتونو سره د ټولنې نیمه برخه فلج کړې ده.

په راپور کې دا اندېښنه هم مطرح شوې چې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د بښنې نړیوال سازمان وایي چې افغان ښځو په تېرو شلو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې چې اوس یې د له لاسه وتلو له خطر سره مخامخې دي.

دغه سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي او اوس یې وخت دی چې خپلې وینا ته عملي بڼه ورکړي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څارد سازمان د ښځو د چارو مسولې هیدر بار ازادي راډیو ته ویلی چې طالبانو کار ته د ښځو په نه پریښودو سره په افغانستان کې روان بحراني وضعیت نور هم بدتره کړی دی.

افغان ښځو او نجونو ته د کارکولو او زده کړو د حق ورکول د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د تعامل اساسي غوښتنې دي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو څه باندې پنځه میاشتې تیریږي، خو سرپرست حکومت یې چې یوه ښځه هم په کې نشته تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG