د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د طالبانو له غبرګونه وېره؛ ځینو مېرمنو د شخصي او ټکسي موټرو چلول پرېښي


ارشیف، شبرغان کې یوه موټر چلوونکې
ارشیف، شبرغان کې یوه موټر چلوونکې

يو شمېر هغه افغانې مېرمنې چې د پخواني حکومت پرمهال یې موټرواني کوله وایي، د طالبانو له راتګ وروسته يې له وېرې اوس موټر نه چلوي.

دا مېرمنې وايي، طالبانو پر دوی ساحه دومره تنګه کړې چې ښارونو ته پرته له محرمه تګ راتګ نه شي کولی او په وينا يې په دې فضا کې موټر چلول ورته خطرناک کار ښکاري.

دوی وايي، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د موټر چلولو پر مهال د طالبانو له غبرګون ویریږي.

د دوی په وینا، له کلونو يې د موټر د چلولو د جواز په درلودلو سره د افغانستان په لويو ښارونو کې د خپل ارامه ژوند او خلکو ته خدمت لپاره فعالیت کاوه، خو د طالبانو په راتک سره له دې کاره لاس په سر شوي دي.

مدني فعاله محبوبه چې د مدني فعاليتونو د لس کلنې تجربې ترڅنګ د موټر چلولو له لارې يې خپل کور ته نفقه ګټله وايي، هغه مهال يې کولی شو د خپل ژوند چارې په ښه ډول مدیریت کړي.‌

آرشیف، یوه موټر چلوونکې
آرشیف، یوه موټر چلوونکې

نوموړې چې د يوې ماشومې مور ده، د ۲۰۱۵م زیږدیز کال راهيسې يې د جمهوريت ترپايه خپل شخصي موټر چلوو، خو اوس پرته له دې چې طالبان دا او نورې مېرمنې له دې چارې منع کړي خپله يې له موټر چلولو لاس اخيستی.

هغې ازادي راډیو ته وویل، هغه فضا چې طالبانو په افغانستان کې حاکمه کړې ترې وېره لري: "له بده مرغه څلور مياشتې وړاندې مې د امنيتي مسايلو او روانو شرايطو له امله د خپل ځان د خوندي ساتلو لپاره مې له موټر چلولو لاس واخېست."

که څه هم په تېر نظام کې د مېرمنو لپاره د موټر چلونې چاره د سنتي او اقتصادي له اړخه اسانه نه و، خو بیا هم مېرمنو ته د موټر چلولو د جواز ورکولو پروسې ډېری هغه یې دغه کارته تشویق کړي وې.

د تېر نظام د ټرافیکو ریاست د معلوماتو له مخې شااوخوا ۱۰۰۰ مېرمنو د موټر چلولو جوازنه ترلاسه کړي و، خو اوس یې حضور کمرنګه دی.

آرشیف، د مېرمنو لپاره د موټر چلونې کورس
آرشیف، د مېرمنو لپاره د موټر چلونې کورس

خو له دې ټول حالاتو سره اوس هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ځینې مېرمنې شته چې موټر چلوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې دوی سره خبرې وکړي، خو دوی د مرکې لپاره حاضره نه شوې، خو په وینا اوس د پخوا په څېر ازاده او ارامه فعالیت نه شي کولای.

ارزو چې په تېر نظام کې د دولت کار کوونکې وه او خپلې دندې ته به یې په خپل شخصي موټر کې تک راتګ کاوه ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو په راتګ سره ما نور د دې توان ترلاسه نه کړ چې موټر وچلوم، د دې لپاره چې د غیر اخلاقي او غوصه ناکې رویه څخه ویریدلم، د همدې لپاره د موټر چلول پرېښودل."

خو طالبان بیا وايي چې د مېرمنو د موټر چلولو مساله یې تراوسه په خپلو کې نه ده بحث کړې.

د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت ویاند هاکف مهاجر ازادي راډيو ته په دې اړه وویل: "نه تر اوسه په دې اړه بحث نه دی شوی."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډيو ته په لیکلي بڼه ویلي چې په دې موضوع تر اوسه بحث نه دی شوی.

د ترافیکو عمومي ریاست
د ترافیکو عمومي ریاست

له بلې خو بیا په هرات کې د مېرمنو لپاره د موټر چلونې د زده کړو د یو مرکز مسوله عادله وايي، د افغانستان له سقوط سره وروسته د دې ولایت د ټرافیکو ریاست د موټر چلونې د زده کړو د مرکزونو فعالیتونه ځنډولي.

اغلې عادله چې شااوخوا ۱۱ کاله د موټر چلونې په برخه کې مېرمنو ته زده کړې ورکوي وايي، تر دا مهاله یې له ۳ زرو زیاتو مېرمنو ته د موټر چلونې زده کړې ورکړي.

هغې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل مرکز د بیا فعالیدو په اړه وویل:"له بده مرغه کله نه چې طالبان راغلي، زموږ مرکز تړل شوی دی او فعالیت نه لرو، موږ غوښتل بېرته خپل فعالیت پیل کړو، خو د هرات ولایت د ټرافیکو مدیریت له خوا زموږ کار وځنډول شو او موږ ته وویل شول چې ستاسو کارونه تر یو وخت ځنډول شوي او خپل مرکز مو بیا مه پرانیزې او زده کونکو ته هم زده کړه مه ورکوئ."

آرشیف،په کابل کې د موټر چلوونې د زده کړې کورس
آرشیف،په کابل کې د موټر چلوونې د زده کړې کورس

خو د هرات ولایت د ټرافیکو عبدالله اکبري بیا دغه ادعاوې ردوي: "موږ هم څه خاصه اطلاع نه لرو او همدا راز موږ ته دا هم نه دي ویل شوي چې مېرمنې دې د موټر چلولو اجازه ونه لري."

ښځینه موټر چلونکي په داسې حال کې له خپل کاره لاس په سر کېږي چې له دې وړاندې د طالبانو حکومت هم په یوې اعلامیه کې په ښاري ټیکسي ګانو کې د مېرمنو په تک راتګ ځینو محدویتونه وضع کړي دي او له ښاري ټیکسي چلوونکو یې غوښتي چې بې حجابه مېرمنې پورته نه کړي او د ۴۵ کیلو متره څخه لېرې مېرمنې له محرم پرته سفر نه شي کولی.

XS
SM
MD
LG