د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۳

خلک: د تېلو بيې ټيټې شوي، خو د ټرانسپورټ کرايه لوړه ده

کابل کې ترانسپورت، ارشيف
کابل کې ترانسپورت، ارشيف

یو شمېر کابل مېشتي وايي، که څه هم د نفتي توکو او تېلو بیې راټېټې شوي، خو د خلکو په ژوند یې هیڅ مثبت اغېز نه‌‌‌دی کړی.

دوی نیوکه کوي چې د تېلو او نفتي توکو د بیو په راټېټېدو سره بیا هم د موټرو په کرایو کې کمی نه‌دی راغلی.

د کابل یو اوسېدونکی ظفر ازادي راډیو ته وايي: "که څه هم د تېلو بیې را کمي شوي، خو د موټرونو په کرایو کې تغییر نه‌دی راغلی، یعنې د خلکو په ژوند یې مثبت بدلون نه‌دی راوستی. په افغانستان کې له بده مرغه چې کومه ستونزه ده، هغه دا ده چې یو ځل د یوه توکي بیه پورته شي، هغه که تېل وي یا خوراکي مواد، ورسره د موټرو کرايې پورته کېږي، خو بیې چې بیا راټېټې شي، نه کرایه ارزانېږي او نه هم خوراکي مواد."

"که څه هم د تېلو بیې را کمي شوي، خو د موټرونو په کرایو کې تغییر نه‌دی راغلی

ظفر له طالب چارواکو غواړي چې په بازار کې د توکو د بیو کنټرول ته پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له روسیې سره د تېلو له قرارداد وروسته، په افغانستان کې د تېلو بیه ۱۰ سلنه راښکته شوې ده.

د دې وزارت ویاند عبدالسلام جوادي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د کال له پیله تر اوسه موږ له یو شمېر هېوادونو سره هوکړې کړي. په ژمي کې وتوانېدو چې د نفتي او خوراکي توکو بیې عادي وساتو. د سالنګ له بندېدو سره بیې یو څه پورته شوې، خو بېرته راټېټې شوې. هغه معلومات چې موږ لرو، د تېلو بیې ۱۰ سلنه راښکته شوي، د ګازو بیه چې ۷۵ افغانۍ شوې وه، اوس ۶۲ تر ۶۳ افغانیو ده."

کابل کې د تېلو يو ټانک، ارشيف
کابل کې د تېلو يو ټانک، ارشيف

یو شمېر موټر چلوونکي بیا د تېلو د بیو په راټېتېدو خوښ دي.

بسم‌الله چې د غزني اوسېدونکی دی او اوس په کابل کې ټکسي چلوي ازادي راډیو ته یې وویل: "وړاندې تېل ۱۰۵ افغانۍ و، اوس په ۷۵ دي، که له دې ارزانه شي، ښه به وي، ځکه زموږ په کار روزګار ښه اغېز لري. وړاندې چې موږ د ۴۰۰ افغانیو تېل اچول، اوس یې په درې یا هم درې نیم سوه اچوو، له هره اړخه موږ ته سل یا دوه سوه افغانۍ ګټه لري."

د ژمي په پیل کې افغانانو شکایت کاوه چې د نفتي موادو او خوراکي توکو بیې پورته شوي دي.

دوی ازادي راډیو ته ویلي و، اقتصادي ستونزې یې د دې لامل شوي چې د هوا په سړېدو سره د دې توکو د اخیستلو توان نه‌لري.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، له روسیې سره د دوی د هوکړې پر بنسټ، روسیه افغانستان ته یو ملیون ټنه پټرول، یو میلیون ټنه ډیزل، ۵زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه غنم ورکوي.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG