د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د څارويو يو شمېر پلورونکي: سږ کال د قربانۍ لپاره د څارويو د پلور بازار کمزوری دی


د څارويو مېله، هلته چې د لوی اختر قربانۍ لپاره د څارويو پېر او پلور کېږي
د څارويو مېله، هلته چې د لوی اختر قربانۍ لپاره د څارويو پېر او پلور کېږي

د څارویو یو شمېر پلورنکي وايي، د تېرو اخترونو په پرتله سږ کال د قربانۍ لپاره د څارویو د پلور بازار ډېر کمزوری دی.

دوی وايي لوی لامل يې په افغانستان کې فقر او بې وزلي ده.

د کابل ښار ختیځ خواته د علي خېلو د سیمې د څارویو د پلور په یو بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه نسبتا زیاته ده، خو کم شمېر کسان څاروي اخلي او زیات شمېر يې یوازې بیه کوي.

د څارویو پلورنکي وايي، د تېرو اخترونو په پرتله سږ کال د څارویو بیې ټیټې شوي دي خو اخیستونکي يې کم دي.

د سپیني په نوم د څارویو یو پلورنکي ازادي راډيو ته وویل: "تېرو کلونو کې به خلک راتلل په خپله خوښه به يې څاروي اخیستل ویل به يې داسې څاروی مې پکار دی چې ډېر ښه وي، سږ کال خو تر اوسه پېردونکي چندان نه‌شته، که یو نیم راشي هم داسې څاروی غواړي چې بیه يې کمه وي"

د ده په خبره، ښايي دا ځکه چې خلک وزګاره دي او پیسې نه‌لري.

د څارویو یو بل پلورنکي جاوید هم ورته خبره کوي وايي، هغه څاروی چې تېر کال به په پنځوس زره افغانۍ پلورل کېده سږ کال يې بیه ان پنځه دېرش زره افغانیو ته راښکته شوې ده.

نوموړي وويل: "مخکې به چې یو څاروی په شپېته زره افغانۍ پلورل کېده سږ کال په پنځوس زره پلورل کېږي او بله خبره داده چې تېرو کلونو کې به خلکو څومره قرباني کوله سږ کال يې نه کوي، تېرو کلونو کې به خلکو په یو کور کې پنځه قربانۍ کولې سږ کال یوه هم نه کوي، بې کارۍ ډېره زیاته شوې ده"

دا په داسې حال کې ده چې د لوی یا قربانۍ اختر ته یوازې دوه نورې ورځې پاتې دي.

افغانستان کې لوی اختر داسې مهال رارسېږي چې له يوې خوا بېکاري ډېره شوې، بل پلو د توکو بيې په کمساري ډول لوړې شوي دي.
افغانستان کې لوی اختر داسې مهال رارسېږي چې له يوې خوا بېکاري ډېره شوې، بل پلو د توکو بيې په کمساري ډول لوړې شوي دي.

سږ کال دا اختر په داسې حال کې رارسیږي، چې په افغانستان طالبان واکمن دي، بې کارۍ زیاته شوې او بې وزلۍ خپل اوج ته رسېدلې ده.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، دوی یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو ته حیران دي، قرباني به څنګه وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکي عبدالعلي ازادي راډيو ته وویل: "بيې هماغه دي، خو خلکو سره پیسې نه‌شته، خلک د ګېډې د مړولو پیسې نه‌لري څاروی په څه شي واخلي"

خو یو شمېر نور بیا وايي، په هېواد کې روان اقتصادي ناورین ته په کتو لا هم د څارویو بیې لوړې دي.

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د څارویو لپاره نرخونه وټاکي او پرېنږدي چې پلورنکي يې په لوړو بیو وپلوري.

XS
SM
MD
LG