د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

کابل ښاریان: د قربانۍ لپاره د څارویو بازارونه د ښار بېلابېلې سیمې ککړوي


ارشیف
ارشیف

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د لوی اختر په درشل کې د څارویو بازارونه د ښار بېلابېلې سیمې ککړوي.

په داسې حال کې، چې د لوی اختر رارسېدو ته څو محدودې ورځې پاتې دي، د کابل یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې د څارویو بازارونه به په ښار کې د ګډوډۍ او د ښار د ککړېدو لامل شي.

دوی وايي، چې دا مهال د کابل ښار په ځینو برخو کې د څارویو بازارونه ګرم دي او د طالبانو حکومت په مشرۍ له کابل ښاروالې غواړي، چې دې ستونزې ته د حل لاره پیدا کړي.

د کابل اوسېدونکي مجید ازادي راډیو ته وویل: "هر کال د لوی اختر په را رسېدو سره د څارویو بازارونه تودېږي او له امله یې بویونه خلک ځوروي چې دا خپله یوه لویه ستونزه ده."

د دې ښار یو بل اوسېدونکی منصور وايي: "دا په رښتیا یوه ستونزه ده او موږ له حکومته غوښتنه کوو چې د دې ستونزې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي او د څارویو د پېر او پلور لپاره مناسب ځایونه وټاکي."

دوی دا هم وايي، چې د لوی اختر په ورځو کې خلک د څارويو له حلالولو وروسته اضافي مواد یا کثافات د سړکونو پر غاړو اچوي، چې د ښار ککړتیا او ناروغیو لامل کېږي.

د طالبانو حکومت په مشرۍ د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کابل ښاروالي سږ کال د کابل په څلور دروازو شمال، لوېدیځ، ختیځ او جنوب کې د څارویو د اخیستلو لپاره ځایونه ځانګړي کړي دي. دا کار د دوو هدفونو لپاره شوی، لومړی دا چې د شنو سیمو له تخریب او دوهم د کانګو ناروغۍ له خپرېدو مخنیوی وشي چې له څارویو انسانانو ته انتقالېږي."

نوموړي وویل، د دې تر څنګ په بېلابېلو سیمو د کثافاتو د ټولولو لپاره هم تدابیر نیول شوي او ځانګړي ځایونه ورته په نښه شوي دي چې د رسنیو، ملا امامانو او په ښار کې د بېلبورډونو له لارې یې اطلاعیې له خلکو سره شریکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د لوی اختر پر مهال مالداران له بېلابېلو ولایتونو څخه څاروي د خرڅلاو لپاره پلازمېنې کابل ته راوړي او د ښار په له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې یې پلوري چې دا مسئله په ښار کې د بې نظمۍ او د کثافاتو د راټولېدو لامل کېږي.

XS
SM
MD
LG