د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

افغان موټر چلوونکي: په بې مخیني ډول د تېلو بیې لوړې شوي


ارشیف: په ارزګان کې د تېلو یو پمپ
ارشیف: په ارزګان کې د تېلو یو پمپ

په افغانستان کې په بې مخینې ډول د تېلو بیې لوړې شوې دي.

ښايي نن سبا د کابل په ښاري موټرو کې د تېلو د بیو لوړېدل تر بلې هرې موضوع د موټر چلوونکو د بحث ګرمه موضوع ووسي.

موټر چلوونکی په خپلې بې وسۍ او د تېلو د بیو لوړېدل ژاړي.

دوی وايي، د تېلو د بیو له لوړېدو سره يې ورځنۍ مزدوري په ټپه درېدلې ده.

د کابل ښار ټکسي چلوونکي میراحمد وویل: "مزدورې نه شته، چې تېل ګران وي نو مزدوري به څه وي. له سهاره تر ماښامه ایله همدومره پیدا کوو چې ماښام پرې تېل واچوو."

د دې ښار یو بل ټکسي چلوونکی خان زمان وايي: "د جمهوریت له وخته د اوس په پرتله په یو لیتر تېلو کې لسګونه افغانۍ توپیر راغلی دی، نو وروره کاروبار نه شته. اوس چې یوې سپرلۍ ته وايې چې تر شهرنو یو نیم سل افغانۍ کېږي خلک په ټکسي نه ځي وايي کاروبار نه شته. نو له سهاره تر ماښامه چې هر څومره خواري وکړو همدومره کوو چې بېرته تېل پرې وپېرو."

دا په داسې حال کې ده، چې نن چهارشنبه په کابل کې یو لیتر ډیزل په ۱۲۷ او یو لیتر پټرول په ۹۵ افغانیو پلورل کېده.

د تېلو دا بیې په تېرو یولسو میاشتو کې وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول وخت په وخت لوړې شوې، خو په وروستیو څو ورځو کې په بېساري ډول لوړې شوي.

د تېر حکومت د سقوط پر مهال په دې هېواد کې یو لیتر پټرول له ۴۰ تر ۴۳ او لیتر ډیزل له ۸۰ تر ۸۵ افغانیو پلورل کېدل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د طالبانو له لوري پر هغه ایراني تېلو بندیز چې کیفیت يې ډېر ښه نه دی، په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو لوړوالی او دغه شان په ترکمنستان کې د افغانستان په نوم د اخیستل شویو تېلو ټرانزیټ اروپا ته د تېلو د بیو لوړوالي ستر لاملونه دي.

د دې خونې مشر محمد یونس مومند دغه شان ازادي راډيو ته وویل، چې په کور دننه د تېلو د مافیا موجودیت هم لامل شوی چې د تېلو بیې لوړې شي.

محمد یونس مومند
محمد یونس مومند

مومند وايي: "دلته د تېلو تقاضا زیاته ده. نو یو شمېر مافیايي کړۍ او یو شمېر افغان سوداګر په ترکمنستان کې د افغانستان په نوم تېل پېري او هغه اروپا ته ټرانزیټ کوي. موږ دا معلومات له مسوولو ادارو سره شریک کړي دي. هیله دا ده چې باید پام ورته وشي او افغانانو ته د نړیوال بازار او ان له نړیوال بازار هم په کمه بیه تېل ورکول شي ځکه دلته پر تېلو ټکس کم دی."

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال له دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې هم د ځینو کورنیو کړیو یادونه شوې وه چې د تېلو د بیو په لوړ والي کې لاس لري.

په دې اعلامیه کې ژمنه شوې وه، چې دغه کورنۍ کړۍ به کشف او قانوني چلند به ورسره وشي.

په ورته وخت کې د افغانستان د تېلو د واردونکو ټولنې مسوولین بیا وايي، له ایرانه چې له تېرو شلو کلونو راهیسې کوم تېل وارېدېدل مني چې کیفیت يې ښايي ډېر ښه نه وي.

د دې ټولنې مسوول ذبیح الله عمرخېل ازادي راډيو ته وویل، چې که په بدیلو لارو غور ونه شي فکر نه کېږي چې په نږدې وختونو کې دې د تېلو به بیو کې بدلون رامنځته شي.

عمرخېل وايي: "موږ د دې امېد نه شو ساتلی چې په نږدې وخت کې دې په بازار کې دې د تېلو بیې ټیټې شي، ځکه حکومت کومې بدیلې لارې نه دي سنجولي. که چېرې د ایران تېل راخوشې نه شي نو زموږ مارکېټ ته به عرضه د تل لپاره کمه وي او موږ به هر وخت له دغه ډول ستونزوسره مخ یو."

خو د طالبانو د حکومت د نفتو او ګازو دولتي شرکت مسوولین وايي، هڅه روانه ده چې له بېلابېلو هېوادونو سره په لوړه کچه د تېلو د پلور قراردادونه وشي چې په دې سره به د تېلو په بیو کې کموالی راشي.

د دې شرکت مسوول انجنیر عبدالغفور غفاري ازادي راډيو ته وویل، ښايي یوه اوونۍ وروسته یو افغان پلاوی په دې اړه ایران ته سفر وکړي او د تېلو د پېر په اړه له هغه هېواد سره قرارداد وشي.

هغه زیاته کړه: "نو له روسېې سره چې کومه خبره شوې ده، افغانستان په کال کې له دوه تر دوه نیم میلیونه ټنه اړتیا لري او له روسیې سره د دوه میلیونه ټنو خبره شوې ده. نو که دا هوکړه وشي ډېر اثر به ولري. دغه شان له ایران سره خبره شوې ده قرارداد به وشي خو په دومره لوړه کچه به نه وي."

په افغانستان کې د تېلو بیې داسې مهال لوړې شوي دي، چې اوسمهال په نړیوال بازار کې د تېلو د خامو موادو په بیو کې ورځ تر بلې کموالی راځي.

د راپورونو پر بنسټ اوسمهال د تېلو د پلور په نړیوال بازار کې د یوه بیلر تېلو په بیه کې له لسو تر دریالس ډالره کمښت راغلی دی.

XS
SM
MD
LG