د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

افغانستان کې د نفتي موادو لوړې بیې او د خلکو اندېښنې


ارشیف، هرات کې یوه مېرمن او لور یې د ګاز د یوې ډبې د لېږدولو پر مهال
ارشیف، هرات کې یوه مېرمن او لور یې د ګاز د یوې ډبې د لېږدولو پر مهال

په افغانستان کې د نفتي موادو لوړې بیې خلک اندېښمن کړي دي.

یو شمېر افغانان وايي، په افغانستان کې د نظام په بدلون سره د نفتي موادو بیې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار اوسېدونکی توفیق وايي، واردوونکي باید د نرخونو په برخه کې له خلکو سره همکاري وکړي.

توفیق زیاتوي: "د نفتي موادو بیې لوړې شوي، کله چې په یو موټر کې کېنم او موټر چلوونکي ته وایم تر دې ځایه څو ځې وايي دومره روپۍ چې خبره ورسره اوږده کړم وایي تېل قیمته شوي دي، زما په فکر په دې برخه کې سوداګر چې تېل واردوي ملامته دي."

‌د دې ښار بل اوسېدونکی مخلص بیا په دې برخه کې د طالبانو له حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه لري.

دی وايي: "د ګازو او تېلو بیه بېخي زیاته شوې ده، خلک له اقتصادي ستونز سره مخ دي، نه‌شي کولای په دې بد حالت کې له ګاز او تېلو څځه استفاده وکړي، د چارواکو څخه مې غوښتنه ده چې د دې چارې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي."

ارشیف، کابل کې د تېلو له ټانکرونو د بېرلونو ډکول
ارشیف، کابل کې د تېلو له ټانکرونو د بېرلونو ډکول

خو دا یوازې خلک نه‌دي چې شکایت کوي، بلکې د نفتي موادو د پلور د یو شمېر ټولنو مسؤلین هم وايي بازارونه‌یې ساړه دي.

د افغانستان په شمال اقینه بندر کې د تېلو د پلورونکو ټولنې مشر الله داد نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، له پخوا د تېلو په پېر او پلور کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ښاغلي الله داد وویل: "زموږ لپاره د بانګ ناسم فعالیت یوه جدي اندېښنه ده، که موږ تېل پلورو نو باید موږ ته پیسې د بانګ له لارې راشي چې هغه اوس په اسانۍ نه‌راځي، که پخوا به موږ په ورځ کې ۲۰ ټانکره پلورل اوس‌یې نه‌شو پلورلی او ستونزو سره مخ یو."

د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنه هم دغه ستونزې مني او وايي چې بانکونه دې ژر تر ژره بېرته خپل عادي حالته وګرځي.

کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د بانکي سیستم غیر فعالېدل او د یوه بانک مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه
کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته د بانکي سیستم غیر فعالېدل او د یوه بانک مخ ته د خلکو ګڼه ګوڼه

ازادي راډيو هڅه وکړه چې د نفتي موادو د بیې د لوړېدو د مخنیوي په اړه د خلکو غوښتنې د تېلو د واردوونکو ټولنې او د طالبانو حکومت له مسؤلینو سره هم شریکه کړي، خو چا اړیکه ځواب نه‌کړه.

دا مهال په کابل کې یو کیلو ګاز په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي او د یو لیټر پطرولو بیه له ۶۰ افغانیو پورته ده.

XS
SM
MD
LG