د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

افغانستان کې اقتصادي بحران؛ خلک: بانکونو کې پیسې نشته د توکو بیې هم لوړې شوي


کابل کې یوه خصوصي بانک ته ولاړ خلک
کابل کې یوه خصوصي بانک ته ولاړ خلک

په افغانستان کې د اقتصادي او مالي بحران لمن په پراخېدو ده چې عام افغانان یې هم اغېزمن کړي دي.

عبدالبصیر کاکړ، د کندز ولایت اوسېدونکی دی چې وايي، د بانکونو تړل کېدو، د ده په څېر ګڼ افغانان اغېزمن کړي دي: "یوازې زه نه چې ټول خلک په همدغو ستونزو کې راګېر دي. پیسې نه شته. موږ له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره بانکونه پرانیزي، پیسې بازار ته راشي چې خلک د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره پیسې په لاس کې ولري."

ستونزه یوازې د عبدالبصیر کاکړ نه ده، بلکې په ټول افغانستان کې د خوړو بیې لوړې شوي، په بانکونو کې کافي پیسې نه پیدا کېږي او اقتصادي بحران په پراخېدو ښکاري.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د ټینګولو میاشت پوره شوه، خو په دې موده کې اقتصادي فعالیتونه او مالي راکړه ورکړه په کمېدو ښکاري.

نړیوالو په تېره د امریکا متحدو ایالاتونو د افغانستان بانک شااوخوا ۱۰ میلیارډه ډالره شتمني کنګل کړې چې د طالبانو حکومت ورته لاسرسی نه لري، نورو مرستندویو سازمانونو هم د طالبانو له حکومت سره خپلې مالي مرستې ځنډولي دي.

په افغانستان کې د خصوصي بانکونو فعالیت یوازې په پلازمېنه کابل پورې محدود دی او د خدمتونو بهیر یې هم د پخوا غوندې منظم نه‌ ښکاري.

په کابل کې د صرافانو د اتحادیې یوه غړي، محمد طاهر قادري وویل، دغې ستونزې د صرافۍ کار و بار هم اغېزمن کړی دی: "د صرافانو ټولې پیسې په بانکونو کې بندې پاتې دي. طبعاً چې ستونزه ایجاده شوې، صرافان خپلې پیسې غواړي، د راغلو ستونزو له کبله بانکونه نه شي کولی صرافانو ته پیسې پر وخت ورکړي."

ښاغلي طاهر قادري وویل، د صرافۍ کار و بار هم اغېزمن شوی.
ښاغلي طاهر قادري وویل، د صرافۍ کار و بار هم اغېزمن شوی.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو یوه لوړ رتبه چارواکي خبرداری ورکړ، که وضعیت دغسې دوام وکړي، د مالونو صادرات او واردات به په بشپړ ډول بند شي.

د دغو خونو د رهبرۍ هیئت یوه غړي اذرخش حافظي له ازادي سره په خبرو کې وویل، داسې امکان ته هم شته چې په یوه یا دوو میاشتو کې افغانستان له سختې بې وزلۍ سره لاس و ګرېوان شي.

له ښاغلي حافظي سره بشپړه مرکه دلته واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:56 0:00
مستقیم لېنک

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیر خان متقي پرون سې شنبه په کابل کې په یوه کنفرانس کې له نړیوالو مرستندویو سازمانونو غوښتنه وکړه چې بېرته خپلې مرستې پیل کړي.

ښاغلي متقي وویل چې نړیواله ټولنه دې خپلې مالي او نورې مرستې نه سیاسي کوي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د افغانستان د ۳۸ میلیونه وګړو نژدې نیمایي یې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د لوړې کچې په یوه غونډه کې له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارډ ډالرو مرستې ژمنه وشوه.

ملګرو ملتونو ویلي، دغه مالي مرستې به طالبانو ته نه ورکول کېږي، بلکې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې پر بشري او نورو چارو لګول کېږي.

XS
SM
MD
LG