د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

په موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله زرګونو کسانو ته د مرستو لړۍ درېدلې


ارشیف: په هرات کې مرستو ته د اړمنو ښځو لیکه
ارشیف: په هرات کې مرستو ته د اړمنو ښځو لیکه

په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار لګېدلو بندیزونو ته د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر وایي، دا موضوع لامل شوې چې زرګونو اړمنو افغانانو ته د بشري خدمتونو لړۍ ودرېږي.

نږدې ۹۷ ورځې وشوې چې طالبانو په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

طالبانو د ۱۴۰۱ د جدي په ۴مه په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه چې د دوی دا پرېکړه په افغانستان کې دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوه.

دغه غبرګونونه تر دې کچې وو چې ډېرو موسسو خپل فعالیتونه ودرول او یو شمېر نور بیا راکم کړل.

په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار لګېدلي بندیز ته د اندېښنو په دوام، د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر یا آی او یم په یوه راپور کې ویلي، دا موضوع لامل شوې چې زرګونو اړمنو افغانانو ته د بشري خدمتونو لړۍ ودرېږي.

دې سازمان زیاته کړې، ښځې د بشري مرستو په رسولو کې اړین رول لري او د دوی شتون په دې پروسې که نه یوازې یو اصولي ځواب بلکې ضروري امر دی.

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې

دې ادارې د طالبانو له خوا پر ښځو له شرعي محرم پرته پر سفر لګېدلي بندیز ته هم اشاره کړې او ویلي، دا بندیزونه د ورځني ژوند دوام له ستونزو سره مخ کوي.

فاطمه هغه افغانه ښځه ده چې اوس له خپلې خور سره په پاکستان کې ژوند کوي.

دې ازادي راډيو ته وویل، طالبانو دا له هوایي دګر څخه د شرعي محرم نه درلودلو له امله بېرته ولېږله، چې دا بیا اړه شوه څو خپلې خور سره د ځمکې له لارې پاکستان ته ځان ورسوي.

هغې زیاته کړه: "د پاکستان ویزه او ټکټ مې واخیستل، کله چې میدان ته ولاړم، موږ ته یې د سفر اجازه رانه کړه، ویل له محرم پرته د سفر اجازه نه لرئ، ډېره هڅه مو وکړه، خو ونه شو نو د تورخم په لاره مو حرکت وکړ، لاره کې مو ډېرې ستونزې ولیدلې، زه او خور مې یوازې وو، چادري مو اغوستې وې او ډېر وېرېدلې وو."

یوه بله مېرمن چې نه غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي، وایي، مېړه یې په تېر جمهوري نظام کې په امنیتي ځواکونو کې و او له دې امله اوس په ایران کې اوسېږي، دې چې غوښتل خپل مېړه ته ولاړه شي، طالبانو یې له افغانستان څخه د وتلو مخه ونیوله.

هغې وویل: "ومې غوښتل خپلې کورنۍ ته ایران ته ولاړه شم، کله چې پولې ته ورسېدم، ویې پوښتل، محرم دې چېرې دی؟ ما ورته وویل، زه محرم هېڅوک نه لرم، یوازې باید لاړه شم، خو اجازه یې رانه کړه او هغه موټروان چې راسره وه ويل دا ښځه بوځه او ښار کې یې کوزه کړه، او ویل د حق العبور اجازه نه لرې."

طالبانو په افغانستان له بیا ځلې واکمنېدو وروسته پر ښځو سخت بندیزونه ولګول.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو، په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار او له شرعي محرم پرته د دوی په لرې واټن سفر کولو بندیزونه ولګول.

دغه بندیزونه که څه هم په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شول، خو طالبانو یې لا په تړاو خپلې پرېکړې نه دي بدلې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG