د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

هيدربار: نړۍ دې پر طالبانو د عملي اقداماتو فشارونه زيات کړي


يو شمېر طالب چارواکي، انځور - ارشيف
يو شمېر طالب چارواکي، انځور - ارشيف

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د چارو یوه مسوله وایي، پر ښځو او نجونو د طالبانو له‌خوا د سختو محدودیتونو د لیرې کولو لپاره د طالبانو ضد کوټلو اقداماتو ته اړتیا ده.

د دې سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدربار تېر ماښام ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې وویل، نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې، د ځینو اقداماتو لکه د طالبانو پر سفر د بندیزونو له لارې پر هغوی فشارونه زیات کړي او هم د جنیسیتي اپارټایډ لپاره د قانوني او ډیپلوماتیکو پایلو یو مېکانېزم رامنځته کړي.

د دغه اعتراضي لاریون د ګډونوالو شمېر له شلو زیات و.

د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د څانګې دغه مسوله پر طالبانو د نړیوالې ټولنې له‌خوا د زیاتو فشارونه خبره داسې مهال کوي چې، پرون یکشبنې په کابل کې یو شمېر ښځې او نجونې د خپلو زده کړو او کار د حقونو لپاره واټونو ته راووتې او د زده کړې، کار او ازادي شعارونه یې ورکول.

د راپورونو له مخې د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له‌خوا تنظیم شوي د دغه اعتراضي لاریون د ګډونوالو شمېر له شلو زیات و.

د یو شمېر معترضینو په وینا دغه لاریون د کابل له پل سرخ سیمې پيل شوی و خو تر خپل منزله چې د اصف مایل د نجونو د ښوونځي مخه ټاکل شوې وه، ونه رسېد او د طالبانو د وسله‌والو له‌خوا په تاوتریخوالي پای ته ورسېد.

معترضو ښځو همدارنګه ادعا کړې چې درې معترضانې رقیه ساعي، ملالۍ هاشمي او فاطمه محمدي د طالبانو له‌خوا نیول شوي، خو د طالبانو ویاندویانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

له دې مخکې هم طالبانو په ډېرو دغسې مواردو کې چوپتیا غوره کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار وایي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې نور جاودیي ډوله فکر چې ډیپلوماتان له څو میاشتو راهیسې هیله‌من و چې، په نرمه به طالبان قانع کړي چې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي، پای ته ورسیږي.

له دې سره سره چې د طالبانو مسولو چارواکو په دې اړه چې د نوي ښوونیز کال له پیلېدو سره به ایا ټولې نجونې پرېږدي چې بېرته ښوونځیو ته لاړې شي، هیڅ څه هم نه وو ویلي، خو یو شمېر نجونې بیا هم په دې هیله ښوونځیو ته لاړې چې ګوندې طالبان به یې پرېږدي چې خپلو ټولګیو ته لاړې شي، خو نیمه خوا بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې.

د طالبانو له‌خوا د دوهم پرله‌پسې کال لپاره له شپږم ټولګي پورته پر نجونو د زده کړې د بندیز په وړاندې نړیوالو بیا هم تند غبرګونونه ښکاره کړل.

د نجونو يو ښوونځي، ارشيف
د نجونو يو ښوونځي، ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې وویل چې، دا اقدام د ميلیونونو نجونو خوبونه او هیلې په اوبو لاهو کوي او هم افغانستان له نورې بې‌ وزلۍ او زیانونو سره مخامخوي.

خو پر ښځو او نجونو د طالبانو له‌خوا د سختو محدودیتونو په وړاندې یو اقدام چې یو شمېر لوري یې جدي اقدام بولي، هغه د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې د اروپايي ټولنې هغه اقدام و چې د طالبانو پر دوو چارواکو، د لوړو زده ‌کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي یې ولګول.

د دغو بندیزيزونو له مخې به دوی ته د سفر لپاره ویزې نه ورکول کېږي او که په دې ټولنه کې شتمني لري، هغه به کنګل کېږي.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، نجونې او ښځې یې له منځنیو، ثانوني او لوړو زده کړو منع کړي او همدارنګه یې په غیر دولتي موسسو کې پر ښځو د کار کولو پر بندیز سربېره پر هغوی له محرم پرته له کوره بهر، پارکونو او نورو تفریحي ځایونو او حمامونو ته پر سفر هم بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG