د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

یو ځل بیا له طالبانو د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنې شوي


په کابل کې د زرغونې عالي لېسه.طالبانو تېر کال د څو ساعتونو پرانیستو وروسته په ټول افغانستان کې بېرته د نجونو ښوونځي وتړل. March 23, 2022
په کابل کې د زرغونې عالي لېسه.طالبانو تېر کال د څو ساعتونو پرانیستو وروسته په ټول افغانستان کې بېرته د نجونو ښوونځي وتړل. March 23, 2022

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې نجونو ته دې اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي، ځکه د دې سازمان په وینا دا د نجونو بشري حق دی.

په غزني کې د یوه دولتي ښوونځي زده کوونکې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې په راپور کې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې خپل ښوونځی په سترګو نه دی لیدلی او په کور او کلي کې یې هم داسې بل مرکز او څوک نه شته چې دا درس ترې ووایي.

دا زده کوونکې وايي، هیله یې درلوده چې زده کړې وکړي او یوه ورځ خبریاله شي، خو په وینا یې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله یې، دا هیله یوازې هیله پاتې شوه.

دې زده کوونکې ازادي راډيو ته وویل: "په اتم ټولګي کې ومه چې ښوونځي بند شول او اوس دویم کال هم روان دی چې ما خپل ښوونځی په سترګو نه دی لیدلی. ډېره ناهیلې شوې یم، نه په کور کې داسې څوک شته چې په درسونو کې راسره مرسته وکړي او نه مو هم په سیمې او کلي کې داسې کورسونه شته، چې زه په هغو کې درس ووایم. غوښتنه مې دا ده چې زموږ ښوونځي پیل شي، ځکه که ښوونځي بند پاتې کېږي، وطن مو بیا څو پېړۍ شاته ځي."

ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي خالي ټولګی. Dec. 22, 2022
ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي خالي ټولګی. Dec. 22, 2022

په کابل کې د یوه دولتي ښوونځي زده کوونکې فرشته هم وايي، دا چې له دوو کلونو راهیسې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري، ناهیلې ده او د طالبانو له حکومته غواړي چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

فرشتې وویل: "دوه کاله کېږي چې زموږ د ښوونځيو دروازې یې تړلي دي، له دې حالته نور ستړي شوي یو. د اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ ښوونځي بېرته پرانېزي."

دا زده کوونکې داسې مهال د خپلو ښوونځيو د بیا پرانیستلو غوښتنه کوي چې د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانېزي.

دې سازمان تېره شپه ناوخته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې افغانستان په نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې نجونې په کې د زده کړو له حقه محرومې شوې دي.

د دې سازمان په وینا زده کړه یو بشري حق دی او طالبان باید اجازه ورکړي چې نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي.

د دې سازمان تر غوښتنې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز متاثره کړې ده.

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس
د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس

نوموړې ژمنه کړې چې متحدایالتونه به هیڅکله په نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو له دفاع څخه لاس وانخلي.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د اغلې هاریس د څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې طالبانو په افغانستان کې نجونې او ښځې له زده کړو او ټول افغانان له یوه هیله من راتلونکي څخه محروم کړي دي.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري

امیري هم ډاډ ورکړی چې له افغان نجونو او ښځو سره د خپلو حقونو د لاسته راوړلو په مبارزه کې په ګډه سخت کار کوي.

د طالبانو حکومت تازه دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو یوه اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند احسان الله خطاب ازادي راډيو ته وویل چې دی هېڅ معلومات نه لري چې د نجونو ښوونځي به کله پرانیستل کېږي.

طالبانو له بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او په وروستیو کې یې نجونې پوهنتونونو ته هم له تګ څخه منع کړې.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې.

خو له ټولو کورنیو او بهرنیو فشارونو سره، او په داسې حال کې چې د افغانستان په سړو سیمو کې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو نن پنځمه ورځ ده، طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG