د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ښوونځیو کې پر زده کړو بندیز؛ نجونو زده کوونکو دیني مدرسو ته مخه کړې


ارشیف: په پروان کې د یوې دیني مدرسې زده کوونکې
ارشیف: په پروان کې د یوې دیني مدرسې زده کوونکې

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د مدرسو شمېر زیات شوی او په وروستیو کې د ښوونځیو یو شمېر نجونو، چې طالبانو ښوونځیو ته له تګه منع کړي، مدرسو ته مخه کړې ده.

۱۶ کلنې فرح، چې مخ یې په پوړني کې پټ کړی و، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، په دې سخته پرېشانه ده چې ښوونځي ته نه پرېښودل کېږي، له همدې کبله د دې کورنۍ پرېکړه وکړه چې لږترلږه مدرسې ته لاړه شي ځکه چې مدرسه یوازېنی ځای دی چې دروازې یې د نجونو پرمخ پرانیستې دي.

فرح او نورو نجونو، چې له فرانس پرېس سره یې په مستعارو نومونو خبرې کړي، وايي چې دوی بیا هم په دې نیکمرغي احساسوي چې کورنیو لږترلږه پرې ایښي چې د زده کړو لپاره له کوره ووځي.

هغې زیاته کړې: "له بده مرغه زموږ ښوونځي بند دي، خو مدرسه هم ښه ده ځکه چې زموږ د دیني پوهې سویه لوړوي."

د فرانس پرېس خبریال په کابل او کندهار ښارونو کې درو مدرسو ته تللی او هلته مدرسانو ورته ویلي، له تېر کال راهیسې د مدرسو د ښځینه شاګردانو شمېر دوه برابره شوی دی.

د کندهار د پوهنې په ریاست کې د دیني علومو د برخې مشر نعمت الله الفت وايي، د طالبانو حکومت شپه او ورځ په دې فکر کوي چې څنګه د مدرسو شمېر لا زیات کړي.

هغه د دې دلیل داسې بیان کړ: "زموږ د افغانستان د اسلامي امارت ټوله پالیسي دا مدارس دي، ځکه زموږ هر څه که مامور که آمر دی حتی که وزیر دی که ريیس دی، که شیخ صاحب دی که بل مولوي صاحب دی، ټول له مدرسې څخه وتلي(فارغ) دي."

ارشیف: په بادغیس کې د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په بادغیس کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

فرح غوښتل چې حقوق ولولي، خو د دې او ډېرو نورو نجونو دا ارمان هغه مهال نیمه خوا شو چې طالبانو لومړی له شپږم ټولګي د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او بیا یې پوهنتنونه پرې بند کړل.

حسنا، چې پخوا په کندهار کې د پوهنتون محصله وه، اوس له ۳۰ نورو نجونو سره په مدرسه کې قرآن کریم لولي.

په کابل کې طالب چارواکي د نجونو د ښوونځیو د بندېدو لپاره بېلابېلې پلمې مطرح کوي لکه دا چې جلا ښوونځیو یا یو شان یونیفورم ته اړتیا لري.

دوی وايي چې بالاخره به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده، چې ویل کېږي دی، او ترې راچاپېره ملایان د نجونو له زده کړو سره سخت مخالف دي، امر کړی چې په افغانستان کې دې سلګونه نورې مدرسې جوړې شي.

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده

خو ټول دیني عالمان د نجونو د عصري علومو مخالف نه دي.

دا امکان نه لري چې بې عصري علومو یو ملت مخته لاړ شي.

دیني عالم عبدالباري مدني وايي: "د عصري علومو پرېښودل له ملت سره جفا ده، دا امکان نه لري چې بې عصري علومو یو ملت مخته لاړ شي."

ګڼې نجونې چې اوس د ښوونځیو او پوهنتونونو پر ځای مدرسو ته ځي، لا هم هیله لري چې یوه ورځ به یې د زده کړو له لارې خنډونه لېرې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG