د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

د بامیان یوه اوسېدونکي د ښوونځي جوړولو لپاره خپله شخصي ځمکه ورکړې


ارشیف: د بامیان ښار یوه څنډه
ارشیف: د بامیان ښار یوه څنډه

په بامیانو ولایت کې یوه سړي د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره خپله ۱۶ بسوه ځمکه ورکړې ده.

محمد ذکي د دوو لوڼو او یو زوی پلار دی چې د بامیان ولایت د مرکز دره فولادي په چپ دره سیمه کې ژوند کوي او په کرنه او مالدارۍ بوخت دی.

نوموړي په دې وروستیو کې په دې سیمه کې خپله ۱۶ بسوې ځمکه د طالبانو حکومت د پوهنې ریاست ته د ښوونځي د جوړولو لپاره ورکړې ده.

دى وايي چې د دوی له سيمې څخه لرې د غره په سر يو ښوونځى شته، خو په خبره یې زده کوونکي يې د اوبو، تدريسي اسانتياوو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "ښوونځی لرې او د غره په سر و، اوبه يې نه درلودې، لاره يې سمه نه وه، ماشومان په وخت ښوونځي ته نه شوای رسېدای. ماشومان چې له خيره زده کړې وکړي، يو څه زده کړي او په راتلونکې کې ښوونکي، سرښوونکي او انجنيران شي."

محمد ‌ذکي دوه لوڼې لري چې په پنځم او شپږم ټولګيو کې زده کړې کوي.

نوموړی وايي، د نجونو زده کړې ډېر ارزښت لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو راګرځولې او په دې تړاو له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره سره دوی خپله پرېکړه بېرته نه ده اخیستې او په ډسمبر میاشت کې بیا پوهنتونونو ته د نجونو په تګ هم بندیز ولګاوه.

طالبانو تېر ډسمبر په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022
طالبانو تېر ډسمبر په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. December 21, 2022

د باميانو ولايت د دو اب چپ درې د کورنیو د شورا مشر خداداد فرياد وايي، په دې سيمه کې ښوونځيو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې موجودې وې.

هغه هيله څرګنده کړه چې د محمد ذکي په ورکړل شوې ځمکه کې د ښوونځي په جوړېدو سره د زده کوونکو لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

فرياد ازادي راډيو ته وويل: "ښوونځی پخوا ډېر لرې و، په تېره د نجونو ښوونځی. دغه ښوونځی چې جوړېږي، سړک ته څېرمه دی او کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي."

په باميان ولايت کې د طالبانو حکومت د پوهنې رییس شېخ ناظر جعفري وايي، د پوهنې د انجینرۍ ټیم د هغې ځمکې د تثبيت لپاره ساحې ته تللی چې محمد ذکي د ښوونځي د جوړولو لپاره د پوهنې ريا ست ته ورکړې ده.

ښاغلی جعفري وايي، په دې ځمکه به د نجوو او هلکانو لپاره یو منځنی ښوونځی په دوو پوړونو کې جوړ شي چې ۱۲ ټولګي او ټول امکانات به ولري.

نوموړي زياته کړه: "١٥٠٠ متره مربع ځمکه د پوهنې او خلکو په واک کې ده، دا ځمکه يو شخصي باغ و، د دې ځمکې په ورکولو سره يې د سيمې خلک ډېر خوښ کړل. دا ښوونځی په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ۱۲ ټولګي به ولري."

په بامیانو ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل په موخه دوی وزارت ته د ۲ زره بستونو غوښتنلیک لېږلی دی.

نوموړی زیاتوي چې د بامیانو ولایت په دواب چپ دره سیمه کې ۶۰۰ کورنۍ ژوند کوي او۳۵۱ زده کوونکې به دغه ښوونځي کې زده کړې وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا یو این ایچ سي آر په بامیان ولایت کې د دغه ښوونځي د جوړولو لګښت په غاړه اخیستی چې د دغه سازمان په وینا له ۲۷۰ څخه تر ۳۰۰ زرو ډالرو اټکل شوی دی.

دغه سازمان دا هم وايي چې یاد ښوونځی به د ۲۰۲۳ کال تر پایه جوړ شي.

XS
SM
MD
LG