د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د زده کړو په برخه کې دیونېسف هڅې؛ په خپلو سیمو کې ښوونځي جوړ کړئ


ارشیف؛ بامیان
ارشیف؛ بامیان

د یونېسف دوه لوړپوړي مسؤلین د افغانستان د مرکزي سیمو یوې کلیوالې سیمې ته تللي چې په کې محلي ټولګي جوړ شوي.

د یونېسف افغانستان د پوهنې مشره جېنېت ویګولر د محلي ټولګیو تشکیل له ښوونځیو د محرومو ماشومانو لپاره خورا اړین بولي.

هغې د یونېسف جرمني څانګې د مشر کرسچن شنایدر پوښتنه چې که محلي ټولګي پای ته ورسیږي څه به پېښ شي داسې ځواب کړه:" دا به یوه لویه ننګونه وي. ځکه په افغانستان کې له هرو درېیو ماشومانو یو تن ښوونځي ته نه شي تللی. د ماشومانو او هم د نجونو د ملاتړ تر ټولو ښه لار دا ده چې موږ د عامه ښوونځیو او ښوونکو د ملاتړ دوام یقیني کړو."

په هرو درېیو افغانو ماشومانو کې یو له زده کړو بې برخې دی
په هرو درېیو افغانو ماشومانو کې یو له زده کړو بې برخې دی

د یونېسف د جرمني څانګې مشر کرسچن شنایدر چې د دغسې ټولګیو یو ملاتړی دی له دې چې له هرو درېیو افغان ماشومانو یو تن له زده کړو بې برخې دی خواشیني وښودله.

ښاغلي شنایدر وویل:" دلته د افغانستان په وردګو ولایت کې موږ د یو جدي بشري ناورین پرمهال راغلي یو، خو موږ د پوهنې له بحران سره هم مخ یو، د زده کړو په مخ دا ناورین هم له دې امله دی چې ډېر ماشومان ښوونځي ته نه ځي."

یونېسف په افغانستان کې د پوهنې وزارت په همکارۍ په هغو لرو پرتو سیمو کې چې د ښوونځیو اساسي ودانۍ نه لري او ماشومان یې له زده کړو بې برخې دي زرګونه محلي ټولګي جوړ کړي.

سره له دې چې یونېسف او نور نړیوال بشرپاله سازمانونه د ماشومانو د زده کړو او د ژوند د ښه والي لپاره هڅې کوي خو له تېر اګست راهیسې د افغانستان لویه برخه نجونې چې له شپږم ټولګي پورته صنفونو کې وې له ښوونځيو محرومې ګرځول شوي.

د طالبانو حکومت تر ګڼو کورنیو او نړیوالو فشارونو وروسته بالاخره ومنله چې په پسرلي کې به په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

XS
SM
MD
LG