د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

چارواکي: د خوست ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري


ارشیف
ارشیف

سره له دې چې په خوست کې د تېر یو کال په موده کې ۱۱۶ ښوونځیو لپاره لويې او وړې ودانۍ جوړې شوي، خو د مسؤلینو په وینا لا هم د دې ولایت ۱۰۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري.

د پوهنې چارواکي وايي، د خوست ۴۰ سلنه زده‌کوونکي د زده‌کړو لپاره له مناسب چاپېریاله بې‌برخې پاتې شوي دي.

د خوست د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۱۹» د لکڼو د سرحدي سیمې اړوند د سیرکیو بوړیو لېسې ته د نوې درې پوړیزې ودانۍ د پرانیستې په څنډه کې ازادي راډیو ته وویل، د ټول ولایت په ځانګړي ډول د ولسوالیو په کچه د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزې هم ښوونیز بهیر اغېزمن کړی دی.

د خوست لکڼو سیمه کې نوی جوړ شوی ښوونځی
د خوست لکڼو سیمه کې نوی جوړ شوی ښوونځی

د ده په وینا په تېرو وختونو کې ډېری غیر مسلکي ښوونکي ګمارل شوي، خو اوس د اداري اصلاحاتو د پروګرام په چوکاټ کې کوښښ کېږي چې د مسلک سره سم ښوونکي جذب کړي.

ډیورند کرښې ته څېرمه د سیرکیو بوړیو په سیمه کې د لېسې نوې درې پوړیزه ودانۍ چې د غرونو په ډډه کې اباده شوې، ۲۱ نیم ملیونه افغانۍ لګښت ورباندې شوی چې د هند دولت ورکړی دی.

دا ودانۍ ۱۸ تدریسي خونې، کمپيوټر لب، لابراتوار او د څښاک د اوبو لپاره څاه لري، همدارنګه ۶۸۸ متره چاردېوالي ورڅخه راتاوه شوې چې ودانیزې چارې یې په یو نیم کال کې بشپړې شوې دي.

فعالان او قومي مخور وايي چې د ټولګټو پروژو په پلي کېدو سره پر حکومت ولسي باور هم ډېرېږي.

ځايي اوسېدونکي قمر علي لکڼوال وویل: "داسې پروژې لکه مکتبونه، لارې او سړکونه په دې سره هم ولس خوشالېږي او هم به ولس د نظام او حکومت څخه ملاتړ کوي، دې ته چې موږ په اول وخت کې راغلي وو، دومره ستونزه وه چې په دې ځای کې د ورځې هم خلک وېرېدل، خو دا د دې ولس منډې ترړې وې چې د هغې په پایله کې موږ نن د یو بې‌مثاله ښې ودانۍ لیدونکي یو."

د خوست لکڼو سیمه کې نوی جوړ شوی ښوونځی
د خوست لکڼو سیمه کې نوی جوړ شوی ښوونځی

بل لوري ته د ښوونځي زده‌کوونکي هم د دوی لېسې ته د نوې ودانۍ جوړولو ته خوشحاله دي.

د سیرکیو بوړیو د لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکی اسامه پسرلی وايي، دوی پخوا د ګورګورو د ونو او ټپریو لاندې زده‌کړې کولې، د باران په وخت به‌يې په سرونو پوزي نیولي وو، خو درس‌يې نه‌پرېښوده.

دی زیاتوي، ښوونکو به ورته ویل چې ولاړ شئ، خو دوی ورته ویل تکلیف برداشت کوو، مګر لوستونه نه‌پرېږدو.

اسامه پسرلي وویل، اوس هم د ښوونځي په انګړ کې خوړونه موجود دي، که چېرې دې لپاره هم څه تدابیر ونیول شي، نو د دوی د درسونو بهیر کې به هر ډول ستونزې ختمې شي.

د یادې لېسې د اوم ټولګي زده‌کوونکی اسحاق‌الله کامران بیا وايي، پخوا يې درسي چاپېریال غیر منظم و، ځکه د ونو لاندې يې سبقونه لوستل، خو اوس ورته د ښوونځي ښه ودانۍ جوړه شوې او دوی ته په‌کې ښه مېزونه او څوکۍ اچول شوي دي.

د خوست لکڼو سیمه کې نوی جوړ شوی ښوونځی
د خوست لکڼو سیمه کې نوی جوړ شوی ښوونځی

ده غوښتنه وکړه چې افغان حکومت دې هغو پاتو ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې زده‌کوونکي يې په بیدیاوو کې زده‌کړې کوي.

که څه هم د افغان ولسمشر په لارښوونه د اقراء برنامې په چوکاټ کې د هېواد په کچه ۶ زره ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړولو کارونه لا هم روان دي، خو د دې سره سره هم زرګونه نور ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي يې له ښه ښوونیز چاپېریاله محروم دي چې دې حالت د زده‌کړو پر کیفیت منفي اغېز پرېباسلی دی.

XS
SM
MD
LG