د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو پر ژوند د واشنګټن پوسټ تبصره


ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالب وسله وال
ارشیف، پکتیا کې یو شمېر طالب وسله وال
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو پر ژوند مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال لیکي، تر دوو لسیزو جګړو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په ځینو کې يې یو شمېر اصلاحات لیدل کېږي، خو د لیکوال په وینا، په ټوله کې بېره خپرول د دې سخت دريځې ډلې د قوماندې یوه اساسي برخه ده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې مقاله کې په افغانستان کې د یوې ولسوالۍ په اړه لیکلي چې مشرانو یې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره دې ښوونځي ته اجازه ورکړي، خو په ځینو ولایتونو کې طالبان د نړیوالو ادارو په مالي مرسته پر مخ تلونکو کلینیکونو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.

د مقالې په وینا په همدغو سیمو کې سختې او علني سزاوې هم ډېرې عامې دي.

په مقاله کې وړاندې راغلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې یو شمېر سیمو مدیریت کولو ته په کتو، په دې پوهېدای شو چې طالبان به له افغان حکومت سره تر یوې احتمالي سیاسي موافقې وروسته څه ډول واکمني وکړي؟

په مقاله کې راغلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې يې له ۱۹ ملکیانو سره خبرې کړي او له دغو مرکو څرګندېږي چې طالبان ښايي لږ څه تغییر ومني چې ځايي خلک خوشحاله کړي، لکه د ږیرو پر اوږدوالي جوړجاړی، خو د مقالې په وینا دا ډله اوس هم له خپل سخت دريځه نه‌ده اوښتې او داسې ښکاري چې د افغانستان د قوانینو د منلو په برخه کې هېڅ جوړجاړي ته نه‌ده چمتو.

په دې مقاله کې راغلي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوس هم په علني توګه د خلکو وهل ډبول او د علني اعدام سزاوې عامې دي، روغتیايي خدماتو او زده‌کړو ته لاسرسی لږ څه پراخ شوی، خو دا هم د یو شمېر هغو نړیوالو مرستندویه ادارو کار دی چې طالبانو ورته د فعالیت اجازه ورکړې.

وروسته په مقاله کې راغلي چې که طالبان له افغان حکومت سره د موافقې په نتیجه کې په واک کې برخه ترلاسه کړي، د ترهې په کارولو سره به خپل سخت قوانین عملي کړي.

په مقاله کې دا یادونه هم شوې چې د طالبانو جګړه‌ماران له ځايي خلکو په زوره باج اخلي، خو د طالبانو له قوله د خلکو دا ادعا رد شوې ده.

  • اېمرجېنګ کرکټ وېب‌پاڼه

اېمرجېنګ کرکټ وېب‌پاڼې بیا په کابل کې د یوه نوي لوبغالي د جوړېدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي چې اوس افغانان یوه بله پلمه هم لري چې خوشحاله شي او هغه ځکه چې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې په کابل کې يې ځمکه ترلاسه کړې چې ورباندې د یوه نوي لوبغالي د جوړېدو چارې پیل شي.

دا لوبغالی به د کابل په الوخېل سیمه کې پر ۱۲۰،۰۰۰ متر مربع ځمکه جوړ شي.

په مقاله کې وروسته راغلي چې د دې ستډیوم د جوړېدو چارې ځکه ممکنې شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني د دې لوبغالي لپاره د ځمکې د جلا کولو امر ورکړ.

د دې ترڅنګ کرکټ بورډ په کابل، جلال‌اباد، کندهار او خوست کې د کرکټ لوبغالي لري.

د افغانستان کرکټ بورډ د نوي لوبغالي د ودانۍ خبره په داسې حال کې کړې چې د دوشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۸مه نېټه، 'ICC' د افغانستان د کرکټ ستوری راشد خان په ۲۰ اوریز کرکټ سیالیو کې د لسیزې تر ټولو غوره کرکټ لوبغاړی اعلان کړ.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG