د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

غزني کې ۶۷ ښوونځي ودانۍ نه لري


ارشیف
ارشیف

د غزني د ډیری ولسوالیو اوسېدوونکي وايي ۶۷ ​ښوونځي یې ودانۍ نه لري.

د غزني اوسېدوونکي په دې ولایت په ځینو ولسوالیو او لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو غوښتنه کوي.

دوی وايي ډیری داسې ښوونځۍ دي چې هېڅ ودانۍ نه لري او زده کوونکي د یونیسیف له لورې په ورکړل شوو خیمو کې زدکړې کوي خو په خبره یې دغه خیمې هم د لمر او بادونو له امله سورۍ سورۍ دي.

د غزني د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی محمدګل وايي: "زموږ په ولسوالۍ کې څو مکتبونه دي چې ودانۍ نه لري، نه دا چې زموږ په ولسوالۍ کې په ځینو نورو ولسوالیو کې په اندړو کې په ګېلان کې، په قره باغ کې همداسې په اب بند کې، په ډیری ولسوالیو کې له بدغه مرغه چې ښوونځي یې ودانۍ نه لري، نو زموږ هیله دا ده چې د پوهنې وزارت توجه وکړي په دغه برخه کې."

د قره باغ ولسوالۍ اوسېدوونکی رحمت الله هم ورته ستونزه شریکوي او وايي: "زموږ ډیری ولسوالیو کې ښوونځي تعمیرونه نه لري، نه پوهېږم چې ایا زموږ حق نه کېږي؟ په دې اړه زموږ له دولت نه دا تقاضا ده، له ولسمشر نه مو دا تقاضا ده چې موږ ته خپل حق راکړي."

د غرني ولایت د پوهنې رئیس هم مني چې په دغه ولایت کې ډیری ښوونځي ودانۍ نه لري.

غزني کې چارواکي ادعا کوي چې طالبان د دغو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو اجازه نه ورکوي.
غزني کې چارواکي ادعا کوي چې طالبان د دغو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو اجازه نه ورکوي.

محب الرحمن انصار وايي، ۶۷ داسې ښوونځي دي چې هېڅ ودانۍ نه لري خو وسله وال طالبان یې د رغولو اجازه نه ورکوي.

دی زیاتوي، په پام کې وه چې سږکال دا ودانۍ جوړې شي خو په خبره یې د وسلخ والو طالبانو له خوا اجازه ورنه کړل شوه.

هغه زیاتوي: "۲۲ یې په مرکز کې وو، ۱۳ یې په اندړو کې وو، ۹ یې په ناوه ولسوالۍ کې وو، ۸ په ده یک کې وو، ۶ په واغظ کې وو، ۷ په ګېرو ولسوالۍ کې وو، ۲ په خوګیاڼو کې وو، په جاغورو، ناهور په ټولو ولسوالیو کې وو، بدبختانه د افغانستان د دولت د مخالفینو له لوري راته ویل شوي چې موږ په هېڅ ډول د ښوونځیو د ودانیو جوړولو ته اجازه نه ورکوو."

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د غزني د پوهني ریاست د چارواکو دا خبره ردوي.

مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د غزني د پوهنې ریاست د ښوونځیو د جوړولو اراده نه لري پلمې کوي.

هغه ادعا کوي چې چارواکي غواړي په دې نوم پیسې خپلو جیبونو ته واچوي.

د غزني ولایت مدني فعالان بیا د دې ستونزې د هواري په هدف د سپین ږیرو او ځوانانو په هڅو ټینګار کوي وايي، باید په دې اړه د پوهنې ریاست له چارواکو او طالبانو سره خبرې وشي څو ستونزه هواره او محرومو زده کوونکو ته د زده کړو لپاره لازم ښوونیز چاپیریال رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG