د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د ځاځي اریوب ښوونځیو کې ۱۸۵ افتخاري ښوونکي؛ لا یې هم د پوهنې بهیر ټکنی دی


د ځاځي اریوب یو ښوونځی
د ځاځي اریوب یو ښوونځی

ځاځي اریوب پکتیا کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه هغه لېرې پرته ولسوالي ده چې خلک یې د پوهنې له برخې سره د نورو ولسوالیو پرتله ډېره مرسته کوي.

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ په ښوونځیو کې ۱۸۵ افتخاري ښوونکي په وړیا ډول ښوونیز بهیر پرمخ بیايي چې په دې سره یاده ولسوالۍ کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر یوه بریده هواره شوې ده.

دا مهال په پکتیا کې د ۲۵۰۰ ښوونکو کمښت شته چې له دې کبله په مرکز او ولسوالیو کې ښوونیز بهیر له ستونزه سره مخامخ دی.

'روکیان' د ځاځي اریوب ولسوالۍ په هاشم خېلو دره کې یوه لېسه ده چې نږدې ۱۳ سوه زده کوونکي لري.

د دغه لېسې ښوونکي او زده کوونکي وایي، د ښوونکو د کمښت ستونزه خلکو هواره کړې، خو د درسي خونو، چاردیوالۍ، کتابونو او نورو ښوونیزو توکو د کمښت ستونزه پر ځای پاتې ده.

'روکیان' د ځاځي اریوب ولسوالۍ په هاشم خېلو دره کې یوه لېسه ده
'روکیان' د ځاځي اریوب ولسوالۍ په هاشم خېلو دره کې یوه لېسه ده

د لېسې امر عجب خان عابد ازادي راډیو ته وايي: "په بار-بار موږ پوهنې ریاست ته پيشنهادونه کړي ، خو تر اوسه پورې د چاردیوالۍ په مورد اجراات نه دي شوي، د څښاک اوبه نه لرو، تشنابونه نه لرو، د کتابونو له کمښت سره ډېر مخامخ یو، درې کلنه دوره پوره کېږي، په ټولګي کې یو یا دوه کتابه حکومتي پاتې دي، نور ټول زموږ زده کوونکو په ښار کې اخیستي دي."

د دولسم ټولګي زده کوونکی ذبیح الله ذهین وویل، د دوی ستونزې ډېرې دي، کتابونو يې کم دي، لابراتوار نه لري، د ښوونځي ودانۍ، چوکۍ او میزونه د تخریبیدو په حال کې دي، د څښاک اوبه نه لري او ښوونځي يې چاردیوالي هم نه لري.

په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د هاشم خېلو درې قومي مشران وایي، له پوهنیز بهیر سره په ټول توان مرسته کوي، خو دولت هم باید ځینې هغه ستونزې هوارې کړي چې حل کول یې د ولسونو په وس نه دي پوره.

قومي مشران افسر خان او تاشیم ګل وايي، اوس مهال د زده کړو سره د کورنیو لېوالتیا ډېره شوې او له هره کوره څو-څو ماشومان ښوونځیو ته ځي.

دوی زیاتوي، د پوهنې د بهیر د پرمختګ لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي، څو دا ماشومان هېواد ته د خدمت کولو جوګه شي.

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ
د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ

د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس کوچی ځاځی وايي، ټولو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړول په پام کې دي، تېرکال د کرونا وبا له کبله دا بهیر څه نا څه ځنډمن شو، خو سږ کال دوی هیله من دي چې د ټولو ۱۰۳ ښوونځیو بودجه پکتیا ته انتقال شي او کار ورباندې پیل شي.

ښاغلي ځاځي زیاته کړه: "تېر کال کرونا وه، شرکتونو ته پوره پیسې نه وې ورکړل شوې چې له کبله يې د ښوونځیو د ودانیو کار څه نا څه د ځنډ او خنډ سره مخامخ شو، اوس بودجه ورته ځانګړې شوې ده، د تېر کال مشکلات به موږ په روان کال کې ونه لرو، په ډېر نږدې وخت کې به موږ په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډیرو ښوونځیو د پرانېستې شاهدان واوسو."

بل لوري ته د پکتیا والي محمدحلیم فدايي وايي چې د پوهنې ریاست کې د بشري سرچینو مدیریت په منظم کیدو کار روان دی، څو وکولی شي د پوهنې په چوکاټ کې روڼوالی رامنځته کړي.

ښاغلي فدايي زیاته کړه، په دې سره به ټول ښوونکي په دقیق ډول بایومټریک شي، څو د پوهنې په بهیر کې هېڅ غیر حاضر او خیالي ښوونکی پاتې نه شي.

د پکتیا والي محمدحلیم فدايي
د پکتیا والي محمدحلیم فدايي

محمدحلیم فدايي وویل: "د پکتیا ولسونه د پوهنې سره نهایت زیاته مینه لري، خصوصاً د ځاځیو ولسونه ان په رضاکارانه توګه يې ښځینه ښوونکي په هغو ښوونځیو کې چې هلته زموږ تشکیل کم ده ګمارلي دي او ملاتړ يې کوي، تر څنګ يې زموږ ټول کوښښ دا دی چې پکتیا کې د ولسونو په همکارۍ د مرکزي ادارو په توجه باندې ټولو ښوونځیو ته ودانۍ او همدارنګه د کتابونو ستونزه حل کړو."

د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې دا مهال د ښار جوړولو او کلیو پراختیا وزارتونو له لوري د ۷۰ ښوونځیو پر ودانیو کار روان دی چې د ځينو کارونه یې بشپړ شوي او د ځينو نورو کارونه روان دي.

د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په پکتیا کې هم دا مهال د دوه نیمو زرو ښوونکو کمښت د پوهنې د بهیر پر وړاندې له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG