د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د نورستان د منډول اوسېدونکي: دلته هېڅوک لا له ۱۲م ټولګي نه‌دي فارغ شوي


ارشیف، د هېواد یو ښوونځی
ارشیف، د هېواد یو ښوونځی

د نورستان لویدیځ لور ته د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په ولسوالۍ کې يې د ښوونځیو د ودانیو او د مسلکي ښوونکو د نشتوالي له امله درسي بهیر پر نشت حساب دی.

دوی وايي، همدا لامل دی چې دې ولسوالۍ کې تراوسه له دولسم ټولګي څخه یو تن هم نه دی فارغ شوی.

۱۷کلن نجیب الله په خپله ولسوالۍ منډول کې د ښونځیو ودانیو او د مسلکي ښوونکو د نشتوالي لغمان ولایت کې پنځه کاله مساپري کړې او تر لسم ټولګي یې زده کړې کړي.

نورستان کې یو ښوونځی
نورستان کې یو ښوونځی

دی وايي: "اوس د اقتصادي ستونزو له امله نه شم کولی په لغمان کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم، هلته مې تر لسم ټولګي زده کړې وکړې. په منډول کې ښوونځي نشته، معلم، سر ښوونکی او مدیر معاشونه اخلي، خو ښوونځي او درسونه نشته. اقتصاد مو کمزوری دی، نو ځکه مې ښوونځی پرېښوده او درسونه راڅخه پاتې شول."

فرید الله شپږم ټولګي پورې زده کړې کړي وايي: "اوسني ښوونکي مسلکي نه دي او له شپږم ټولګي پورته د درس ورکولو توان نه لري او بل ځای د درس ویلو توان هم نه لري. اقتصادي حالت مو ډېر کمزوری دی. که دلته ښوونځي جوړ او فعال شي، موږ دلته درس وایو، موږ له اسلامي امارته غواړو چې په منډول کې ښوونځي فعال کړي او مسلکي ښوونکي ورته را ولېږي."

د منډول قومي مشران وايي، تېرو شلو کالو کې يې ولسوالۍ له هر ډول پرمختګ او ودانیزو چارو بې برخې پاتې شوی او د وخت مسولینو له پامه غورځولې ده.

د منډول ولسوالۍ د انېش کلي اوسیدونکی حاجي عبدالقادر وايي: "دلته هېڅ نشته، مکتب نشته، لېسه نشته او مدرسه نشته.که درسي برنامه وي، نو تعمیرونه يې نشته. د کاغذ پر مخ هرڅه شته، خو عمل کې هېڅ نشته. هېڅ دولتي مسول دا فکر نه دی کړی چې د منډول پر نوم ولسوالۍ وجود لري او دلته هم د الله مخلوق پروت دی. پام يې نه دی کړی چې موږ ته یو کار وکړي."

د منډول اوسیدونکي شکایت کوي چې ګڼ ښوونکي او حکومتي کارکوونکي يې په لغمان، جلال اباد او کابل کې اوسېږي، په یادو ولایتونو کې معاشونه ترلاسه کوي، خو د خدمت درک يې نه لګېږي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسولین هم مني چې تېرو شلو کالو کې منډول ولسوالۍ له پامه غورځول شوې وه.

دوی وايي، غواړې چې په راتلونکي کې د منډول په څېر لېرې پرتو او له پامه غورځول شوېو سېمو کې د تعلیم او ابادۍ چارو ته ځانګړی پام وکړي.

د چارواکو په وینا منډول د یوې لېسې په ګډون ۳۲ ښوونځي لري
د چارواکو په وینا منډول د یوې لېسې په ګډون ۳۲ ښوونځي لري

په نورستان کې د طالبانو له خوا د پوهنې ریاست سرپرست تاج محمد مطمئن ازادي راډیو ته وویل:"منډول کې یو څه مکاتب لرو، خو هغوی هم ستونزې لري، هغوی هم هغه شان خدمات نه وړاندې کوي څنګه يې چې وزارت او ولسونه غواړي. راتلونکي کې زموږ تصمیم دا دی چې منډول او د هغه په څېر نورو لېرې پرتو ولسوالیو ته زیاته توجه وکړو، څو د دوی تعلیمي بهیر ګړندی شي او ولسونه د تعلیم برخه کې پرمختګ وکړي."

د چارواکو په وینا منډول ولسوالۍ د یوې لېسې په ګډون ۳۲ ښوونځي لري، خو تراوسه يې له دولسم ټولګي یو تن هم نه دی فارغ کړی او ټول ۳۲ ښونځيو زده کوونکي يې د تعمیرونو د نشتوالي په ډېرو سختو شرایطو کې درسونو ته دوام ورکوي.

دا یوازې د منډول ولسوالۍ نه ده چې په کې ښوونځۍ یې ودانۍ نه لري او یا هم ښوونکي یې په نورو ولایتونو کې شپې ورځې تېروي بلکې د نورستان له زیاتو لېرې پرتو سېمو ورته شکایتونه کېږي.

په یاد ولایت کې داسې ښوونځي هم شته چې د جوړولو پرسر يې قراردادیانو ټولې پېسې راایستلي، یا يې پرې هېڅ کار نه دی کړی او یا يې هم چارې نیمګړې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG