د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

د نورستان اوسیدونکي: ښوونځي مو ودانۍ نه لري او ځینې نیمګړي پاتي، راجوړې یې کړئ


نورستان کې یو ښوونځی
نورستان کې یو ښوونځی

د نورستان اوسېدونکي او چارواکي وایي، ښوونځي يې ودانۍ نه لري او د ځینو چې پخواني حکومت کې یې کارونه پیل شوي وو، نیمګړي پاتي چې درسي بهیر یې ستونزمن کړی دی.

د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی صاحب داد همدرد وايي: "کله ګوش کې د نورستان د ممتازو زده کوونکو اوسېدو لپاره د یوې دوه پوړېزې ودانۍ جوړولو چارې نږدې ۷۰ سلنه ترسره شوې وې، خو اوس يې کارونه بند دي. پاتې کارونه دې هم بشپړ شي، څو یادو زده کوونکو ته د اوسېدو او درس ویلو زمینه برابره شي."

دا یوازې په لویدیځ نورستان کې د ښوونځیو د ابادۍ چارې نیمګړې نه دي پاتې، بلکې د یاد ولایت بېلابېلو سیمو کې له شلو زیات ښوونځي نیمه کاره پاتي چې جوړول يې اړین دي.

دوي په ګډه له مرکزي حکومته غواړي څو دا نیمګړې ودانۍ بشپړې او پر نورو دې هم کار پیل کړي.

نورستان کې د پوهنې ریاست مسولین هم ومني چې له ۲۱۵ ښوونځیو زیات سرپناه نه لري او ځینو ته چې تېر حکومت کې د اقرا برنامې له لارې د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې وې، د هغوی کارونه هم نیمګړې پاتي او د سرپناه نشتوالي يې درسي بهیر د خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

د پوهنې ریاست سرپرست رئیس مولوي تاج محمد مطمین ازادي راډیو ته وویل: " نورستان کې موږ ۲۱۵ بابه ښوونځي لرو چې له دې ډلې۶۰ یې ودانۍ لري، د ۲۴ ودانۍ نیمه کاره پاتې او نور پاتې يې ودانۍ نه لري چې دا په تعلیمي برخه کې زموږ ستره ستونزه ده. راتلونکي کې موږ کوښښ کوو چې دې ټولو ته ودانۍ جوړې کړو، ځکه چې د تعمیرونو نشتون تعلیمې بهیر ټکنی کوي."

د نورستان اوسېدونکي او د پوهنې ریاست چارواکي په داسې حال کې د ښوونځیو د ودانیو او سرپناه له نشتوالي شکایت کوي چې د نورستان په ګډون ګڼو ولایتونو کې له شپږمه د لوړو ټولګیو د ښځینه زده کوونکو پر وړاندې لاهم د ښونځیو دروازې تړلي، که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې د ۱۴۰۱ لمریز کال پیلېدو سره به ټولو زده کوونکو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي، خو دوی تازه له نړیوالو غوښتي چې باید نجونو ته د تعلیم برخه کې د اسانتیاوو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG