افغانستان
لوګر کې سېلابونو لسګونه ښوونځي زیانمن کړي
په لوګر کې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۴ ښوونځیو ودانۍ زیانمنې شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وايي، د یادو ودانیو په زیانمنېدو سره په دې ولایت کې د ۱۲ زر زده کوونکو ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب نن شنبه د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، یاد ښوونځي په مرکز پل علم، برکي برک، څرخ، محمداغې، خروار، ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې زیانمن شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: "په لوګر کې وروستیو بارانونو او سېلابونو د ۲۴ ښوونځیو ودانۍ زیانمنې کړي، چې له دې کبله د ۱۲ زره زده کوونکو ښوونیز بهیر له ستونزو سره مخامخ شوی دی."
د لوګر د پوهنې ریاست چارواکو له ملي او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د یادو ښوونځیو په بیارغونه کې ورسره مرسته وکړي.
دغه راز وروستیو سېلابونو په لوګر کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې چې سېلاب ځپلو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او قرغیزستان خصوصي سکټور د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور استازو د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تړونونو کې د ترانزیت پراختیا، د ګډو پانګونو جذب، د نندارتونونو جوړول او سوداګریزې ناستې شاملې دي.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تړونونه پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۲۶مه) په کابل کې د افغانستان- قرغیزستان د سوداګریز تواصل په کانفرانس کې لاسلیک شول.
دا کانفرانس د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر بکیت صدیکوف په مشرۍ جوړ شوی و.
د افغانستان کورنیو رسنیو ویلي چې پرون په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه هم پرانستل شوه.
که څه هم له روسیې پرته بل ېوه هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د قرغیزستان په ګډون د سیمې یوشمېر هېوادونه له طالبانو سره تعامل او سوداګریز اړیکي پالي.
د کرکټ ۱۹کلنې لوبډلې له دوو ماتو وروسته نیپال ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د شپږ وکټو په توپیر د نیپال لوبډلې ماتې ورکړه.
د لوبې پچه نیپال ګټلي وه او په پنځوس اورونو کې يې ۱۲۴ منډې هدف افغان لوبډلې ته ورکړی و.
افغان لوبډلې په شپږویشتو اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره او د شپږ وکټو په توپیر يې لوبه وګټله.
افغانستان له دې وړاندې له سریلانکا بنګلادیش څخه ماتې خوړلې وه.
کابل کې د قرغیزستان سوداګریزه خونه پرانستل شوې ده
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي نن چهارشنبې د (ډیسمبر۱۷مه) د قرغیزستان د اقتصاد وزیر بکیت صدیکوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پراختیا، د نندارتونو په جوړیدو او د سوادګریزو ناستو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر خپله ویبپاڼه لیکلي، افغانستان ته د قرغیزي چارواکو د سفر په ترڅ کې په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه پرانستل شوې ده.
که څه هم قرغیزستان د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی نه دی خو د افغانستان او قرغیزستان سوداګریزې اړیکې د نورو کالونو پرتله ښې دي.
ټرمپ امریکا ته د اس ای وي کیس لرونکو افغانانو د سفر معافیت لغوه کړ
افغان ایوک ټولنې خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ امریکا ته د اس ای وي (SIV) کیس لرونکو افغانانو لپاره د سفر معافیت لغوه کړی دی.
دغه ټولنې د سه شنبې په ورځ د (ډیسمبر۱۶مه) پر خپله ایکسپاڼه د دې سازمان د مشر شان ون دایور په حواله لیکلي،" د امریکا حکومت د ملي ګارد پر سرتیرو د یوه افغان له له بریده ناوړه ګټه پورته کوي څوامریکا ته، په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو همکارانو او د هغوی د کورنیو د ورتګ مخه ونیسي".
دې ټولنې خبرداری ورکړی چې د سفر دغه بندیز امریکا ته د کډوالۍ له پخوانیو اصولو له هغې ډلې د کورنیو د ملاتړ خلاف اقدام دی او ژر تر ژره باید لغوه شي.
افغان ایوک په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان دی.
د امریکا په پلازمینه واشنګټن دي سي کې د رحمان الله لکڼوال په نوم د افغان کډوال په برید کې چې د امریکا د ملي ګارد یوه غړې په کې ووژل شوه، د ټرمپ ادارې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن له نیپال سره لوبه وکړي
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن چهارشنبې له نیپال سره لوبه وکړي.
دا لوبه د افغانستان په وخت د سهارپه نهه نیمو بجو د دوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیلیږي. د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره یوځای دی. په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا شامل دي. په دې سیالیو کې دا د افغانستان د لوبډلې دریمه لوبه ده. له دې مخکې یې بنګله دیش او سریلانکا سره لوبې ترسره کړې وې چې دواړه یې بایللي دي.
یونیسف: اټکل کیږي چې په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۳،۷ ملیونه ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي
د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندق، یونیسف وایي، په افغانستان کې د خوراکي امنیت په اړه د یوې نوې څیړنې نتیجه ښيي چې اټکل کیږي چې له پنځو کلونو کم عمره ۳،۷ ملیونه ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. د افغانستان لپاره د دې صندوق استازي تاج الدین اویوال پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې یونیسف په پام کې لري چې د ۱،۳ ملیونه هغو ماشومانو د ژوند ژغورنې درملنه وکړي چې له سختې خوارځواکۍ او د لوړخطرلرونکې منځنۍ خوارځواکۍ سره مخامخ دي خو په خبره یې تمویل یې له جدي ستونزې سره مخ دی.
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د یونیسف د بشرپالنې پروګرام د اوه ملیونه ماشومانو په ګډون د ۱۲ ملیونه کسانو د بشري او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۹۵۰ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. یونیسف ویلي په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې ۲۲ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
امنیستي انټرنشنل: هیوادونه باید افغانستان ته د خلکو جبري ستنول ودروي
د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل پرهېوادونو غږ وکړ چې افغانستان ته د خلکو جبري ستنول ودروي، او ویې ویل چې پاکستان، ایران او همدارنګه ځینې اروپايي هېوادونه خلک په "غیرقانوني ډول" ډیپورټ کوي.
امنیستي انټرنشنل پرون سې شنبې د ډسمبرپه ۱۶ په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپورکې ویلي چې د ملګروملتونو شمیرې ښيي چې یوازې ایران او پاکستان په روان کال کې له ۲،۶ ملیونه زیات افغانان په غیرقانوني توګه بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي. د دې سازمان په وینا د دغو ستنو شویو ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. پردې سربیره ترکیې او تاجکستان هم په زرګونو افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.
امنیستي انټرنشنل په افغانستان کې " مخ په زیاتیدونکي سخت بشري وضعیت" ته په اشاره وویل چې د "ستنېدونکو د زیانمنیدو جدي خطر زیات دی."
د دې سازمان په خبره هېوادونه باید له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي، هغه قوانین چې "د هر هغه کس جبري ستنول چې هلته د بشري حقونو د جدي سرغړونو له واقعي خطر سره مخ وي، منع کوي."
امنیستي انټرنشنل همدارنګه ویلي چې یوشمیراروپایي هیوادونو هم د افغانانو د جبري ستنولو هڅې تیزې کړې او د راپورونو له مخې جرمني، اتریش او اروپایي ټولنې له واکمنو طالبانو سره د جبري ستنولو د اسانتیا لپاره خبرو ته مخه کړې ده.
امنیستي انټرنشنل وایي، سره له دې چې د طالبانو د بشري حقونو ځپنه مستند شوې ده، خو د ایران، پاکستان، ترکیې، تاجکستان، جرمني او اتریش په ګډون یوشمیرهېوادونه هڅه کوي افغانان بیرته هغه هیواد ته ستانه کړي چېرې چې له بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځواو نجونو له حقونو څخه پراخې او سیستماتیکې سرغړونې ترسره کیږي.
د خوړو نړیوال پروګرام په راروان ژمي کې د ۱۷ میلیونو افغانانو د لوږې په اړه خبرداری ورکړ
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې دا ژمی به په افغانستان کې تر ۱۷ میلیونو زیات کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخامخ شي.
دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې، د خوړو د امنیت د تازه راپور پر بنسټ ویلي چې له شدیدې لوږې سره د مخامخ کسانو شمېر د تېر کال پرتله درې میلیونه زیات شوی دی. تېر کال دا شمېر ۱۴ میلیونه او ۸۰۰ زره کسانو ته رسېده.
د خوړو نړیوال پروګرام همداراز خبرداری ورکړی چې د ماشومانو خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او اټکل کېږي چې راتلونکی کال نژدې څلور میلیونه ماشومان تر اغېز لاندې راولي.
په بیان کې د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام د مشر، جان آیلیف، له قوله ویل شوي چې «کورنۍ اړ کېږي د څو ورځو د خوړو وختونه کم کړي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره سخت او دردناک تصمیمونه ونیسي.» هغه زیاته کړې چې د ماشومانو د مړینې کچه لوړه شوې او ښايي په راتلونکو میاشتو کې لا پسې زیاته شي.
د هغه په وینا، راتلونکی ژمی به د افغانستان لپاره ډېر سخت وي، ځکه دا هېواد په یو وخت له څو بحرانونو سره مخامخ دی؛ چې پکې د بشري مرستو سخت کمښت، وچکالي، بېکاري، زلزلې، او له پاکستان او ایران څخه د میلیونو افغانانو جبري بېرته ستنېدل شامل دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په ژمي کې د افغانستان د شپږو میلیونو تر ټولو زیانمنو وګړو د بیړنۍ مرستې لپاره ۴۶۸ میلیون ډالرو عاجلې مرستې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي وو چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې د ژمي لپاره هېڅ ډول چمتووالی نه دی نیولی.
ایران وايي، لا هم په دغه هیواد کې شاوخوا ۵ میلیونه افغان کډوال اوسي
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو د مرکز مشر نادر یاراحمدی، وایي چې دا مهال شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسي.
هغه پرون ایسنا خبري اژانس ته وویل چې د «غیرقانوني اتباعو د ستنولو د طرحې» له پلي کېدو راهیسې تر اوسه ۱.۶ میلیونه بېاسناده افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي.
یاراحمدی همداراز وویل: «هغه اتباع چې له هېواده ایستل شوي، د افغان اتباعو له عمومي شمېر څخه کمېږي. که ۱ میلیون او ۶۰۰ زره ایستل شوي کسان د شپږ میلیونه او ۱۰۰ زره افغان اتباعو له شمېر څخه منفي کړو، نو شاوخوا څلور میلیونه او ۵۰۰ زره افغان اتباع په هېواد کې پاتې کېږي. البته دا شمېر ثابت نه دی، ځکه چې له ټولو پولو غیرقانوني تګ راتګ شته او شاوخوا ۴۰۰ تر ۵۰۰ زره پورې افغان اتباع د تګ راتګ په حال کې دي.»
هغه ټینګار کړی چې په دې وروستیو کې ایران ته د بېاسناده افغان کډوالو بېرته ورتګ زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ایران هره ورځ شاوخوا څلور زره افغان کډوال له خپلې خاورې باسي.
ایران له اسراییل سره له دولس ورځنۍ جګړې وروسته، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا پسې چټک کړی دی.
د طالبانو ټولګټو وزارت وایي، تیره اونۍ ډیر د انارو جوس بهرته صادرشوي
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي چې تیره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې دوه سوه ټنه توکي چې لویه برخه یې د انارو جوس دي بهر ته صادرشوي. په هغه بیان کې چې دې وزارت د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې خپورکړی کې نده په ډاګه شوې چې د انارو جوس کوم هیواد یا هیوادو ته صادرشوي خو له کله چې له پاکستان سره ټولې لارې تړل شوي، د انارو په ګډون د افغانستان تازه میوې او نورتولیدات د منځنۍ آسیا او ایران له لارو د سیمې هیوادونو ته صادریږي.
د بیان له مخې تیره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ترټولو ډیر انتقالات د حیرتان له لارې شوي چې اندازه یې څه باندې ۱۱۷ ټنه ښودل شوې. دا هغه لاره ده چې په دې وروستیو کې په بشړه توګه د مسافرو، سوداګریزو او ترانزیتي چارو پرمخ پرانستل شوې.