د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

ډېلي مېل د افغان نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیتونو په اړه لیکنه کړې


د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د ښځینه محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې پر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

ډېلي مېل:

د بریتانیا ډېلي مېل ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او تحصیل د طالبانو د محدودیتونو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې یې د صفیې داستان بیان کړی چې پر افغانستان د طالبانو د ولکې ټینګولو په ورځ یعنې د ۲۰۲۱م د اګست پر ۱۵مه، له پوهنتون فارغېده او کورنۍ یې غوښتل د کابل په دارالامان کې له پوهنتون د هغې د فراغت په مراسمو کې برخه واخلي.

لیکوال ۲۲ کلنه صفیه د افغانستان د پرمختګ یو سمبول بللی چې لوړې زده کړې یې کړې وې او غوښتل یې خپل کار و بار پیل کړي.

صفیې چې اوس ۲۴ کلنه ده، لیکوال ته ویلي، دوی ډېر هیجاني وو، غوښتل یې له خپلو دوو نورو صمیمي ملګرو سره د فراغت په ورځ ګلابي رنګه جامې واغوندي.

صفیه له ۳۰ نورو محصلانو سره د سوداګرۍ د مدیریت په پوهنځي کې په تحصیل بوخته وه چې تر نارینه وو د نجونو شمېر په کې زیات وو.

د ډېلي مېل په لیکنه له دې ښکاري، دغه هېواد له خنډونو سره سره د ښځو لپاره ګڼې ازادۍ درلودې.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، په تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو او ښځو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم تر بل امر پورې وتړلې.

د صفیې په څېر په افغانستان کې په سلګونو زره نجونې له تحصیل بې برخې پاتې او ځینې کورنۍ د خپلو لوڼو د تعلیم او تحصیل د بشپړولو لپاره ګاونډیو هېوادونو ته کډه کړې ده.

انډپنډنټ:

د بریتانیا چاپ بلې ورځپاڼې انډپنډنټ د هغو افغانانو په باب لیکنه خپره کړې چې په افغانستان کې یې د نړیوالو ځواکونو د حضور پر مهال له بریتانوي ځواکونو سره مرسته کړې وه او اوس بریتانیا ته د تګ لپاره له ستونزو سره مخامخ دي.

د لیکنې په پیل کې راغلي، هغو نهیلي افغانانو چې له طالبانو پټ ګرځي ویلي، که دوی اړ وي چې خپل اسناد په طالبانو تایید او ټاپه کړي، خو بریتانیا ته په خوندي ډول نه شي تلی.

د انډپنډنټ په لیکنه، د بریتانیا حکومت متقاضیانو ته ویلي، د افغانانو د بیا مېشتولو او مرستې د پالیسۍ له مخې د دوی د زېږېدو اسناد او د نکاح خط باید په انګرېزۍ ژبه وي او د حکومت هغه ریاستونه یې باید تایید او ټاپه کړي چې اوس د طالبانو په ولکه کې دي.

د بریتانیا د پارلمان یوه غړي ویلي، دا په واقعیت کې له دغو کسانو غوښتل شوي چې د خپل مرګ پر حکم په خپله لاسلیک وکړي.

په افغانستان کې په زرګونو کسان لا هم انتظار دي چې د بریتانیا د حکومت د پروګرام له مخې په بریتانیا کې مېشت کړای شي.

هغو کسانو چې په افغانستان کې له برتانوي ځواکونو سره کار کړی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، د دوی ژوند په خطر کې دی او غوښتنه لري چې ژر تر ژره بریتانیا ته ولېږدول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG