د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د افغان نجونو پر زده کړو بندیز؛ د امریکا مرستیال ولسمشره یې اغېزمنه کړې


د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس
د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس

د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر مرستیاله وایي چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي ور پورته د نجونو د زده کړو پر بندیز کال واوښت او دې چارې ډېره اغېزمنه کړې ده.

کاملا هاریس پرون د مارچ ۲۴مه په ټویټر کې ولیکل چې دا تاثر یې نور هم له دې امله ژور دی چې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته دا اجازه هم نه شته چې پوهنتون ته ولاړې شي.

مېرمن هاریس زیاتوي چې متحد ایالتونه به هیڅکله په نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو له دفاع څخه لاس وانخلي.

د متحد ایالتونو د مرستیال ولسمشرې تر دې خبرو یوه ورځ مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیلزاد په ټویټر کې لیکلي و چې طالبان باید د افغان ښځو او نجونو په برخه کې خپل چلند ته بیا کتنه وکړي.

د خلیلزاد په وینا، ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ مخالفت ظالمانه عمل دی او په دې ډول د ښځو اسلامي حقوق هم تر پښو لاندې کېږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکینی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکینی استازی زلمی خلیلزاد

خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې په ډېرې لنډې راتلونکې کې باید د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو دقیقه نېټه تعیین کړي.

طالبانو ویلي چې دا ښوونیز موسسات یې د نجونو او ښځو پر وړاندې تر بل امره پورې بند کړي دي.

بل لور ته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د ښوونیزې برخې مسوولې ادریانا ووګیلار ازادي راډیو ته وویل چې افغان نجونې د طالبانو فرمانونو ډېرې ناهیلې کړي دي.

هغې زیاته کړه: "د نجونو زړونه په لومړیو ټولګیو کې ماتېږي، ځکه چې دوی په راتلونکې کې ځانونه نه په منځني ښوونځي، نه لېسې او نه هم په پوهنتونونو کې ویني."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې وتړلې.

له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو اندېښنې په خپل حال وې چې طالبانو درې میاشتې مخکې د پوهنتون دروازې هم د نجونو او ښځو پرمخ بندې کړې.

افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازېنی هېواد دی چې د نجونو تعلیم په کې بند دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG