د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

په کابل کې یو شمېر معترضو ښځو د 'زده کړو، کار، ازادي' شعارونه ورکړل


کابل کې د معترضو ښځو لاریون
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

کابل کې د معترضو ښځو د لاریون ویډیو

یو شمېر ښځو نن د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو د دروازو د تړل کېدو په غبرګون اعتراض وکړ.

دا اعتراض چې د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له خوا و چې اعتراض کوونکو ښځو د زده کړو او کار د حق غوښتنه کوله.

دا وضعیت نور د زغملو نه دی.

د اعتراض کوونکو له ډلې مومنې افتخاري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "نږدې دوه کاله وشول چې افغانستان کې د ښځو برخلیک او راتلونکی یرغمل شوی او موږ له ټولنې څخه په بشپړه توګه لرې شوې یو. په معیاري تعلیمي نصاب زده کړې زمونږ حق دی، نه یوازې د هلکانو بلکې د نجونو حق هم دی، خو له بده مرغه نږدې۱۹میاشتې وشوې چې موږ له زده کړو، کار او ورزش محروم پاتې یو. دا وضعیت نور د زغملو نه دی. له همدې امله موږ واټونو ته ووتلو او د ملګرو ملتونو له سازمان مو وغوښتل چې خپله چوپتیا ماته کړي او د عمل میدان ته دې راودانګي."

معترضې ښځې وایي، دا لاریون د کابل له پل سرخ سیمې پيل شو او له ۲۰ ډېرو کسانو په کې ګډون کړی وو چې منزل یې د اصف مایل د نجونو ښوونځی مخه و، خو د دوی په خبره تر منزله ونه رسېدې او اعتراض په تاوتریخوالي پای ته ورسېد.

یوې بلې اعتراض کوونکې سمیه عبداللهی ازادي راډيو ته وویل: "شل دقیقې نه وې تېرې شوې چې طالبان له خپلو رېنجرونو سره راغلل او موږ یې ټول سره راټولې کړو. مونږ ته یې ډېرې بدې کلمې وکارولې ان هڅه یې وکړه چې پر موږ فیر وکړي."

هغه ویډیو چې په ټولنیزو شبکو کې لاس پر لاس کېږي هم د وسله والو طالبانو او معترضو ښځو تر منځ لفظي شخړې په کې تر سترګو کېږي.

معترضې ښځې ادعا کوي چې درې معترضانې رقیه ساعي، ملالۍ هاشمي، او فاطمه محمدي د طالبانو له خوا نیول شوي او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ۱۳مې حوزې ته انتقال شوي دي.

اول یو رېنجر و بیا وروسته ډېر شول، نارینه هم هلته وو، خو له موږ سره یې هېڅ همکاري هم ونه کړه.

زینب رضايي په دې اړه ازادي راديو ته وویل: "نن له بده مرغه همکاران او دوستان مې چې له ما سره وو، ملالۍ هاشمي، فاطمه محمدي او رقیه طالبانو ونیولې. طالبانو له خپلو موټرو سره موږ له شاوخوا را ګیرې کړلو، اول یو رېنجر و بیا وروسته ډېر شول، نارینه هم هلته وو، خو له موږ سره یې هېڅ همکاري هم ونه کړه."

د یادونې دی چې رقیه ساعي تر دې وړاندې هم د ښځو د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ د اعلان د موجودیت د اعلان پر مهال د طالبانو له خوا نیول شوې وه.

د ازادي راډیو خبریال د معترضو نجونو د نیول کېدو د ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وپوښت، خو دوی د راپور تر خپرېدلو پورې ځواب ورنه کړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مخکې هم څو ځلې په افغانستان کې معترضې ښځې د طالبانو له لوري ځپل شوي او نیول شوي چې دا موضوع تل د ننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

طالبانو په افغنستان کې په بیا ځلي واکمنېدو سره له شپږم ټولکي پورته د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې، دوی یې دغه شان په نادولتي موسسو کې له کار، پارکونو، حمامونو، ورزشي کلپونو ته له تګ او دغه شان له شرعي محرم پرته له لرې واټڼ سفر هم منع کړلې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG