د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

يو شمېر ښځې: طالبانو د تراويح لمانځه ادا کولو لپاره جوماتونو ته له تګ منع کړي يو


يو شمېر مېرمنې په جومات کې، ارشيف
يو شمېر مېرمنې په جومات کې، ارشيف

یو شمېر ښځې وايي، په تېر جمهوري نظام کې به د تراویح او ان د جمعې لمونځ لپاره د کابل ښار بېلابېلو جوماتونو ته تلې.

دوی وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، تېر کال کله چې دوی د طالبانو له‌خوا جومات ته له تلو څخه منع شوې، اوس د روژې په میاشت کې په کورونو کې د تراویح لمونځ ادا کوي.

"د طالبانو له حکومت څخه مخکې موږ به د تراویح او ختم لپاره جومات ته تلو

دا مېرمنې وایي، په تېرو کلونو کې ښځې او نارینه د تراویح لمونځ د ادا کولو لپاره یو ځای جوماتونو ته تلل او د ښځينه لمونځ کوونکو لپاره به په جوماتونو کې بېل ځای جوړېده.

د کابل ښار اوسېدونکې، نفيسې ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو له حکومت څخه مخکې موږ به د تراویح او ختم لپاره جومات ته تلو، د ښځو لاره بېله وه د نارینو لاره بېله. اوس چې طالبان راغلي نه موږ تلای شو نه مو پرېږدي."

زیبا بیا د مزار ښار اوسېدونکې هم ورته ادعا لري.

نوموړې وايي: "پخوا به مو کولای شو چې تراویح لپاره جومات ته ولاړې شو. خو که اوس لاړې شو موږ ته ستونزې پيدا کوي."

يو شمېر مېرمنې، کابل کې په يوه مسجد کې، ارشيف
يو شمېر مېرمنې، کابل کې په يوه مسجد کې، ارشيف

د کابل ښار اوسېدونکې، زينب ازادي راډیو ته وویل چې، که څه هم طالبان تل ادعا کوي چې، د دوی حکومت اسلامي حکومت دی، خو تل یې نجونې او ښځې د دوی اسلامي او شرعي حقونو څخه بې برخې کړي، ان دا چې جوماتونه ته یې هم د ښځو پر تګ بندیز لګولی.

نوموړې وايي: "اوس چې د طالبانو اسلامي حکومت دی، ښځې نه پرېږدي چې د کوره د باندې ووځي جومات لپاره، او دا لا بیا د اسلامي حکومت ګټه ده موږ ته چې جومات ته هم نه‌شو تللی."

"اوس چې د طالبانو اسلامي حکومت دی، ښځې نه پرېږدي چې د کوره د باندې ووځي

نوموړې وايي، د طالبانو حکومت دې ثابته کړي چې په کوم کتاب او حديث کې راغلي چې، ښځې د عبادت لپاره جومات ته نه‌شي تللی.

دا په داسې حال کې ده چې، په افغانستان کې یو دیني عالم چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته په يوه لیکلي پيغام کې وویل: "چې جومات ته د ښځو پر تګ او نور ټول هغه بندیزونه چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د اسلام په نوم لګول شوي دي، په اسلامي شريعت کې داسې هیڅ بندیز شتون نه‌لري."

يو شمېر مېرمنې په مسجد کې، انځور - ارشيف
يو شمېر مېرمنې په مسجد کې، انځور - ارشيف

که څه هم په دې اړه د طالبانو حکومت له‌خوا رسمي خبرتیا نه‌ده خپره شوی، خو تېر کال هم دوی ښځینه لمونځ کوونکې جوماتونو ته له تګ څخه منع کړې وې.

په دې اړه مو د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ویاند، عاکف مهاجر څخه وپوښتل خو د راپور تر خپرېدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

پر افغانستان د طلبانو د بیا واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو او نجونو د طلبانو حکومت
ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د دوی پر زده‌کړو بندیز لګېدلی، د دې ترڅنګ مېرمنې له کار کولو منع شوي او عمومي حمامونو، ورزشي لوبغالو او په ټولنیزو فعالیتونو د دوی په ګډون د بندیز تر څنګ له شرعي محرم پرته له اوږد واټن سفر هم منع شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG