د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

له افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته د ژغورنې یوازېنۍ لاره وبلل شوه


ارشیف: په هرات کې له بې وزلو سره د مرستې رسونې یو انځور
ارشیف: په هرات کې له بې وزلو سره د مرستې رسونې یو انځور

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام په حواله ویلي چې د مالي محدودیتونو له امله به په افغانستان کې لږ تر لږه څلور میلیونه خلک د مارچ په میاشت کې یوازې خپلې نیمايي خوراکي اړتیاوې ترلاسه کړي.

د کابل ولايت اوسېدونکې ذکيه وايي، پخوا به يې د پخلي له لارې خپل ورځني لګښتونه پوره کول، خو اوس کوم کار نه لري او مېړه يې هم په نشه يي توکو روږدی دی.

ذکيې وویل چې ۲۵۰۰ افغانۍ د کور کرايه ورکوي، د برښنا لګښت هم پرې کوي او خپلو ماشومانو ته باید یوه مړۍ ډوډۍ هم پیدا کړي، نو ځکه ورته اندېښمنه ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې خپله هم ښه نه ده او ناروغه ده.

هغې زیاته کړه: "د روژې مبارکه میاشت نږدې ده، زه ناروغه یم، محرقه یم، یو سیروم او دوه پېچکارۍ مې په پور اخیستي دي. زه مرستې ته اړتیا لرم، خو هیڅوک راسره مرسته نه کوي. یوازېنۍ هیله مې خدای ته ده."

دا یوازېنۍ ذکیه نه ده چې د خپلې کورنۍ لومړنۍ ورځنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای، په افغانستان کې زرګونه نورې کورنۍ هم له ورته اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د خوست ولايت اوسېدونکى توطی محمد وايي، د یوې ۱۴ کسیزې کورنۍ سرپرست دى او د ژوند لګښتونه نه شي پوره کولاى.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي. موږ هېڅ چاره نه لرو. موږ له خیریه موسسو غوښتنه کوو چې له همکاري راسره وکړي. کار نه شته. ګټه وټه نه شته."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو د نړیوال پروګرام په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال له اګست میاشتې څځه په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو څخه ۹ یې د کافي خوراکي توکو د چمتو کولو توان نه لري او ۲۰ میلیونه خلک په دې نه پوهېږي چې د دوی راتلونکې خواړه به له کومه کېږي او۶ میلیون خلک له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.

د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې د روان کال په مې میاشت کې به د خوراکي توکو زېرمې ختمې شي او دا کورنۍ به له ډېرو سختو شرایطو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو سازمان په دغه راپور کې لیکلي چې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د مالي محدودیتونو له امله به په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه وګړي د مارچ په میاشت کې د خپلو خوراکي اړتیاوو یوازې نیمایي برخه ترلاسه کړي.

د خوړو د نړيوال سازمان د شمېرو له مخې، که څه هم دغه سازمان په ۲۰۲۲ کال کې مالي مرستې تر لاسه کړې، خو دا چې د بې وزلو خلکو شمېر زیات شوي، نو په اپرېل میاشت کې ۱۳ میلیونو کسانو ته ۹۳ میلیونه ډالره مرستې ته اړتیا لري او دغه شان د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۸۰۰ ميليونه ډالره مرستې ته یې اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو سازمان زیاته کړې چې افغانستان په تېرو دوه نیمو لسیزو کې د قحطۍ تر ټولو لوړ خطر سره مخ دی او نیمایي کورنۍ د ژوند کولو لپاره له اقتصادي ناورین سره لاس او ګرېوان دي.

دغه سازمان ویلي چې د ډبلیو ایف پي خوراکي توکو مرستې په افغانستان کې د میلیونونو خلکو لپاره 'د ژغورنې وروستۍ' یوازېنۍ لاره ده.

په ورته وخت کې د سکاټلنډ د فرهنګ، اروپا او نړیوالې پراختیا وزیر نیل ګري د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیم کلورلي ته په یوه لیک کې د افغانستان وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي چې سکاټلنډ د افغانستان له خلکو سره ٦٠٠ زره پونډه بېړنۍ او د طبيعي پېښو د بېړنيو مرستو لپاره ٢٤٠ زره پونډه ځانګړي کړي، خو له دې سره سره د ښځو د زده کړو او کار، قومي او مذهبي لږکيو او افغان کډوالو وضعيت ته بايد پام وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو پر کار له بندیز وروسته د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو بنسټونو اندېښنه ښودلې چې تېر کال د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د یو لړ بندیزونو له لګولو وروسته افغانستان ته بشري مرستې کمې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG