د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

اقتصادي ناورین او پرله پسې وچکالي؛ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري


ارشیف: د افغانستان په سویل کې بې وزله افغانان
ارشیف: د افغانستان په سویل کې بې وزله افغانان

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وویل، افغانستان د پرله پسې وچکالۍ په درېیم او د اقتصادي ناورین په دویم کال کې دی.

احمد شاه د کابل د کمپنۍ سیمې اوسېدونکی دی.

دی وایي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ وچکالۍ او د اوبو کمښت هم دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وویل: "موږ د څښلو اوبو نه لرو. په دې ژمي کې باور وکړئ داسې حال په موږ راغلی چې له خلکو مو کراچۍ اخیستې او له څو سوه متره لرې ځای څخه مو اوبه راوړي. په خوړولو کې مونږ ممکن کچالو په اونۍ کې یو ځل واخلو، چې ډېر ارزانه خواړه دي."

ايوبي چې د ننګرهار اوسېدونکی دی، په روان کال یې د سېلابونو له امله کور او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوي دي.

هغه چې اوس په یو کرايي کور کې ژوند کوي، وايي چې وچکالۍ او طبيعي پېښو ورته اقتصادي زيانونه اړولي دي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، ده سره د هېڅ بنسټ له خوا مرسته نه ده شوې.

ایوبي زیاته کړه: "سږ کال په ننګرهار کې سېلابونو ډېرې کورنۍ زيانمنې کړې، مونږ هم زیانمن شو، چا مرسته نه ده کړې. موږ له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ يو. د دې تر څنګ وچکالۍ زموږ اقتصاد سخت زیانمن کړی او حاصلات یې له منځه وړي دي."

په افغانستان کې د اوبو کمښت خلک له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
په افغانستان کې د اوبو کمښت خلک له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا د شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي چې افغانستان د پرله پسې وچکالۍ په درېیم او د اقتصادي ناورین په دویم کال کې دی.

د دغه سازمان په وینا، لسیزو جګړو او پرله پسې طبیعي پېښو د افغانانو اقتصادي ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

دغې ادارې د جمعې په ورځ هم په یو بل ټویټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۲۸.۳ میلیون خلک بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، دوی د ۲۳.۷ میلیون کسانو ته د مرستو رسولو پرواګرام لري چې دې شمېر کسانو ته د مرستې رسولو لپاره ۴.۶ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال سازمان دفتر په خپله ټویټرپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې ښيي د دغه سازمان په خوراکي توکو بار یوه لارۍ د بدخشان له واورینو غرونو څخه د تېرېدو په حال کې ده.

ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستې رسونې له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستې رسونې له بهیره یو انځور

دغې ادارې له دغې ویډيو سره لیکلي چې په افغانستان کې ژمی پای ته نه دی رسېدلی او دوی ژمن دي چې خلکو سره په دې سختو میاشتو کې چې لوږه په کې ډېرېږي مرسته وکړي.

خلک په داسې حال کې په افغانستان کې له اقتصادي ستونزو او دوی ته د مرستو له نه رسېدو شکایت کوي چې د طالبانو له خوا په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار تر بندیز وروسته ډېرو مرستندويه موسسو په دغه هېواد کې خپل فعاليتونه کم کړي يا یې په بشپړ ډول بند کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG